کابل ټکی کام (دوشنبه، ١٠ لیندۍ، ۱۳۹۹ل)
له امریکا خپرېدونکې نیویارک ټایمر ورځپاڼه لیکي چې ولسمشر غني او نږدې کسان یې د بین الافغاني خبرو روان بهیر کې خنډونه جوړوي.
نیویارک ټایمز په خپل راپور کې د موثقو سرچینو له قوله لیکلي، چې دوحه کې د مذاکراتو پر کړنلاره توافق شوی و خو ولسمشرغني یې مخالفت کړی و.
راپور کې راغلي، چې ولسمشر غني او ورته نږدې کسان یې د سولې لپاره خنډونه راولاړوې زیاتوي ممکن نوموړی د تاوتریخوالي ډیرېدو له امله مخالفت کوي او یا ”په دې توګه غواړي د سولې روانې هڅې وځنډوي، څو په امریکا کې واک له ټرمپ جو بايډن ته ولېږدول شي.“
تر دې مخکې هم د مرکچي پلاوي یوه غړي حفیظ منصور رسنیو ته ویلي وو، چې بین الافغاني مذاکراتو کې پر کړنلاره توافق شوی خو ولسمشر غني او مرستیال یې امرالله صالح یې مخالفت کوي.
وړمه ورځ په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر نعیم وردګ ووبل چې د بين الافغاني مذاکراتي ټيمونو تر منځ د بين الافغاني مذاکراتو طرز العمل د 2020د نومبر مياشتې په 15 نېټه په 21 مادو کې تکمیل او نهايي شوی دی.