کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۰ لیندۍ، ۱۳۹۹ل)
د وونزویلا ولسمشر “نیکولاس مادورو” ويلي، چې د اسرائیلو لخوا د غزې تړانګې کلابندي دې پای ته ورسول شي.
ولسمشر مادورو زیاته کړې: دا کلابندي، چې د امریکا په مرسته د اسرائیلو د اشغالګر ریژیم لخوا له ۲۰۰۶م کال راهیسي دوام لري، باید ژر تر ژره پای ته ورسول شي.
نوموړي چې له فلسطین سره یې د همغږۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت یوې خبري ناستې ته خبرې کولی وول: «مونږ د فلسطینیانو زړورتیا او له اسرائیلي اشغالګرو د ازادۍ په هدف پیل کړې مبارزه ستایو او ملاتړ ته به یې دوام ورکوو.»
باید وویل شي چې د وینزویلا پخواني ولسمشر ” هوګو چاوز ” د اسرائیلو لخوا په فلسطنیانو د بریدونو په غبرګون کې په ۲۰۰۸م کال کې په دغه هیواد کې د اسرائیلو سفارت وتاړه خپل سفیر یې راوغوښت او اسرائیلي سفیر یې له خپل هیواد څخه وشاړه.