م. احمد طلحه
نږدې شل کاله کيږي، چې افغانستان عملاً د امريکا په مشرۍ نړيوال ايتلاف تر اشغال لاندې دی، هره ورځ لسګونه هيوادوالو ته مرګ ژوبله اوړي، په اقتصادي لحاظ افغانان په تر ټولو بد وضعيت کې دي او هيڅوک د سوکاله ژوند له نعمت څخه برخمن نه دي. طالبانو د اشغال پر وړاندې او ددې بحراني حالت څخه د هيواد ايستلو لپاره سخته مبارزه وکړه او دا دی هيواد يې د ازادۍ په درشل درولی ان شاءالله!
کلونه وړاندې اشغالګرو او د هغوی داخلي مرستندويانو يوازې په جګړه باور درلود او طالبانو مبارزه د يو څو کسانو کار ورته ښکارېده؛ خو د سنګينو ځاني او مالي تلفاتو وروسته يې ومنله، چې افغان بحران د جګړې له لارې نه حل کيږي او سياسي هلې ځلې پيل شوې؛ خو د دوی د توقع خلاف طالبانو د نظامي برخې په څېر سياسي برخه کې هم پرلپسې برياوې خپلې کړې.
په لومړيو کې، چې طالبانو له امريکايانو سره د ټولو بهرنيو عسکرو د وتلو په هکله خبرې کولې، کابل حکومت ډېره هڅه وکړه، چې دغه پروسه بريا ته ونه رسيږي او هر ځل يې ددې پروسې د برياليتوب په مخ کې خنډونه ايجادول؛ خو طالبانو د الله تعالی په مرسته، ثابت دريځ ، د خپل پياوړي سياسي بصيرت او پر واقعيت ولاړې تګلارې په مرسته وکولای شول، چې دغه پروسه بريالۍ کړي او په دې برخه کې يې د سيمې او نړۍ د هيوادونو ملاتړ هم ترلاسه کړ.
د دوحې تړون په تعقيب او د طالبانو د تګلارې له مخې بين الافغاني مذاکراتو په برخه کې هم طالبان پياوړي ښکاري. کابل ادارې په ټول توان هڅه وکړه، چې د خپلو شخصي ګټو او واک د پايښت لپاره په يو او بل نوم بين الافغاني مذاکرات ناکام کړي او نړيوال و هڅوي، چې د خپلو عسکرو د ايستلو پر پرېکړه له سره غور وکړي؛ خو د بين الافغاني مذاکراتو د طرزالعمل پر سر توافق وښودله، چې بيا هم طالبانو په سياسي ميدان کې بريا خپله کړه او کابل اداره، خپلو اهدافو ته په رسېدو کې، له ماتې سره مخ ده.