کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۳ لیندۍ، ۱۳۹۹ل)
د راپورونو له مخې د کابل حکومت د مصالحې شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله د حزب اسلامي ګوند له مشر ګلبدين حکمتيار سره په یو لړ موضوعاتو خبرې کړي.
نن ډاکټر عبدالله عبدالله د حکمتیار کور ته ورغلی و او په قطر کې د طالبانو او افغان سیاسي جهتونو ترمنځ د روانو مذاکراتو پر وروستیو پرمختګونو او یو شمېر نورو موضوعاتو یې ورسره خبرې کړي دي.
بايد وويل شي، چې ډاکټر عبدالله داسې مهال د حزب اسلامي ګوند له مشر ګلبدین حکمتیار سره د سولې پروسې اړوند خبرې کوي، چې تېره ورځ په قطر کې د طالبانو او افغان سیاسي جهتونو له لوري په ګډه اعلاميه کې د خبرو لپاره د طرزالعمل له نهايي کيدو خبر ورکړی و، چې په کور دننه او بهر يې په پراخه کچه هر کلی وشو.