کابل ټکی کام (جمعه، ۱۴ لیندۍ، ۱۳۹۹ل)
دوحه کې د بین الافغانی مذاکراتو پر کړنلاره له توافق وروسته د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد مذاکراتو کې د لا پرمختګ لپاره ترکیې او قطر ته روان شوی دی.
خلیلزاد په خپل ټوېټر ادرس لیکلي، «قطر ته پر لاره به لومړی د ترکیې پلازمینې انقرې ته ځي او هلته به له ترکي چارواکو سره پر افغان سولې پروسې خبرې اترې کوي».
خلیلزاد زیاته کړې، له انقرې وروسته به دوحې ته ځي او هلته به دواړو ټیمونو سره د لیدنو ترڅنګ پر طرز العمل د شوې موافقې په اړه د خبرو ترڅنګ هغوی و هڅوي چې نورو پرمختګونو ته لاره هواره کړي.
خلیلزاد ویلي، له قطر وروسته به د سولې په تړاو د سیمه ییز او نړیوال ملاتړ ترلاسه کولو په موخه یو شمېر نورو هېوادونو ته هم سفر وکړي؛ خو دغه هیوادونه یې نه دي مشخص کړي.