ليکنه: نصیر تکل
الله تعالى په خپل کتاب قرآن عظيم الشان کې فرمايلي دي: كُلُوا وَاشْرَبُوا وَلَا تُسْرِفُوٓا ۚ إِنَّهُۥ لَا يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ
ژباړه: وخورئ، وڅښئ او له حد څخه تېرى مه كوئ (اسراف مه کوئ). الله، له حده تيري كوونكي نه خوښوي.
اسراف په هر شي کې له خپلې اصلي اندازې او حده تېريدو ته وايې، او مو خه يې د الله تعالى نعمتونه بې ځايه او په غير شرعي لارو مصرفول دي، دا چې اسراف په اسلام شريعت کې حرام دى او مؤمنان الله تعالى له اسراف څخه منع کړي دي او بل دا چې الله تعالى له اسراف کوونکو سره مينه نه لري، الله تعالى اسراف کوونکي د شيطان وروڼه بللي، اسراف ملتونو او خلکو ته د ډېر پر مختګ، لوړتيا، او قوت په وخت رسيږي، افراد د سرکشۍ، بغاوت، فسق او فجور په حالت کې په دې مرض اخته کيږي او همدا اسراف د ټولنې او کورنيو د فساد او بې لارۍ دروازه ګڼل کيږي او ډېرى وخت اسراف هغه وخت منځ ته راځي چې د نورو حقوق تر پښو لاندې شي.
علماء وايي: کله چې ملتونه، ټولنې او افراد د اسراف حد ته ورسيږي، ناڅاپه عذابونه پرې راځي او دا عذابونونه د خواهشتاتو له غوښتنې، نعمت پرستي، مړښت او بې ځايه د مالونو له لګښت څخه پيليږي.
چې دغه قرآني آيت شريف هم پرې دلالت کوي:
وَإِذَآ أَرَدْنَآ أَن نُّهْلِكَ قَرْيَةً أَمَرْنَا مُتْرَفِيهَا فَفَسَقُوا فِيهَا فَحَقَّ عَلَيْهَا الْقَوْلُ فَدَمَّرْنٰهَا تَدْمِيرًا
ژباړه: او كله چي موږ د کومې سيمې د هلاک كولو اراده كوو، نو د هغې بډايانو ته حكم كوو، خو هغوى په نافرمانيو لاس پورې كوي، هله نو پر هغې سيمې د عذاب فېصله تطبيقيږي او موږ هغه بيخي تباه كوو.
د عباسي خلافت پر مهال برمکيانو ډېر واک او دبدبه درلوده، اکثريت وزيران، چارواکي، سفيران، واليان او سوداګر همدوى وو، دوى به بې ځايه لګښتونه او مصارف کول، ګران بيه آسونه، سره زر او سپين زر يې را جمع کول او زياتې خزانې يې درلودې، مګر ناڅاپه عباسي خليفه هارون رشيد ورسره واوښت او ورته په غوسه شو، ډېر يې له منځه يوړل، ټول نعمتونه، شتمنۍ او هوسايۍ يې ترې واخستې، بلآخره داسې وخت هم راغى چې يو کس د يوې نوي کلنې بوډۍ ترڅنګ تېرېده چې له خلکو څخه يې سوال کولو او ډېر به يې ژړل، دې کس پوښتنه ترې وکړه، څه درباندې شوي دي؟
بوډۍ وويل: «زه له برمکي کورنۍ څخه يم» هغه کس وويل: سبحان الله! تاسې يو وخت څنګه ژوند درلود او اوس څنګه ياست؟! بوډۍ وويل: قسم په الله! په ځوانۍ کې داسې وختونه هم راباندې تېر شوي دي چې زما کورنۍ به د خپلو کورونو دېوالونو ته د سرو زرو اوبه ورکولې او زما د خدمت لپاره به سل نجونې ولاړې وې، مګر يو ناڅاپه دنيا پر مونږ راواوښته او اوس ديوې شپې ډوډۍ هم نه لرم.