کابل ټکی کام (جمعه، ۱۴ لیندۍ، ۱۳۹۹ل)
د کابل حکومت د مصالحې شورا ویاند “فریدون خوځون” ویلي، چې ټاکل شوې د مصالحې شورا لومړۍ غونډه سبا ترسره شي.
دغه شورا چې د ډاکټر غني او ډاکټر عبدالله عبدالله ترمنځ د واک د توافق په پایله کې د عبدالله په برخه رسېدلې، له څو میاشتو راهیسې یې د جوړېدو په سر د ارګ او سپیدار ماڼۍ ترمنځ ناندرۍ روانې وې.
څو ورځې وړاندې امریکا او اروپایي اتحاد په ارګ فشار راوړ چې یاده شورا سمدلاسه جوړه کړي ترڅو بین الافغاني خبرو کې پرمختګ ته زمینه برابره شي.
بايد وويل شي، چې تېره اونۍ د کابل حکومت مشر ډاکټر غني له عبدالله عبدالله، حامد کرزي او سیاف سره په ارګ کې ولیدل او د مصالحې شورا د جوړېدو په اړه یې ورسره خبرې کړې وې.