څلور کاله وړاندې، د سنبلې/وږې میاشتې په ۹مه نېټه، وروستی امریکایي اشغالګر عسکر له افغانستانه ووت. دا ورځ یوازې د یوه اشغال پای نه، بلکې د افغان ملت د پېړیو اوږده مقاومت، قربانیو او میړانې یوه څرګنده نښه ده. افغانستان، چې د یوې پېړۍ په اوږدو کې له مختلفو اشغالګرو سره مخ و، له انګرېزانو نیولې تر شوروي اتحاد او بیا د امریکا په مشرۍ د لوېدېزې نړۍ، خپل ملي هویت او استقلال یې د لوړو قربانیو په بدل کې وساته.
د دې مقاومت او ازادۍ ترشا د افغانانو بېساري میړانه، زغم او ایماني قوت پروت دی. د ملت هرې قرباني دا ثابته کړه چې ازادي يوازې په شعارونو او خبرو نه، بلکې مقاومت، ملي یووالي او قربانیو په نتیجه کې ترلاسه کېږي.
د سنبلې/وږې ۹مه نه یوازې د افغانستان لپاره یوه تاریخي ورځ ده، بلکې د نړۍ ټولو محکومو ولسونو ته یو ځواکمن پیغام لري، چې ازادي د قربانیو، زړورتیا او یووالي په بدل کې ترلاسه کېږي. د دې ورځې لمانځنه موږ ته رايادوي کوي چې د خپلواکۍ ارزښت بايد د تاریخي اثارو په بڼه راتلونکو نسلونو ته وښودل شي او هغوی وپوهول شي، چې ازادي يې د پلرونو او نيکونو د بې سارې قربانۍ پايله ده.
افغان ملت د دې ورځې له لارې نه یوازې خپل تاریخ ته ویاړ ورکوي، بلکې راتلونکو نسلونو ته هم درس ورکوي چې د استقلال ساتنه د هیڅ شي په بدل کې نه هېرېدونکی مسؤولیت دی. د سنبلې/وږې ۹مه ورځ موږ ته دا یادونه کوي چې یوازې د قربانیو او مقاومت په مټ کولی شو خپل ملي او انساني ارزښتونه خوندي کړو او د آزادۍ حقیقي معنی درک کړو.


















