په ميانمار کې د پوځ له لوري پر ښوونځيو د بمبار له امله ۱۹ زده کوونکي او کارکوونکي وژل شوي

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۲۳ وږی، ۱۴۰۴ل)

د ميانمار په رخاين ايالت کې د پوځ له لوري هوايي بريد شوی چې د دوو شخصي ښوونځيو زده کوونکي او کارکوونکي يې په نښه کړي دي.
په بريد کې لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي او ۲۰ نور ټپيان دي، چې ډېری قربانيان د ۱۷ او ۱۸ کلونو زده کوونکي دي.
د اراکان پوځ په وينا، ميانماري الوتکو پر «پيننر پان خن» او «اماین تھت» ښوونځيو بمونه غورځولي دي. دغه پوځ چې د رخاين د اقليت وسله وال تنظيم دی، له ۲۰۲۳ راهيسې د خپلواکۍ لپاره له حکومتي ځواکونو سره جګړه کوي.
ميانمار له ۲۰۲۱ پوځي کودتا وروسته د کورنۍ جګړې ښکار دی او د بشري حقونو ډلو د معلوماتو له مخې، تر اوسه په جګړو کې له ۷۲۰۰ زيات کسان وژل شوي دي.

مربوطه مطالب

Back to top button