د پېغام رسولو او انټرنیټ په وسیله تیلیفون کولو تر ټولو ډیر استعمالیدونکی مشهور اپلیکیشن واټس اپ د زوم په څېر سیالانو ته د ژر ماتې اعلان وکړ، د فیسبوک شرکت د واټس اپ د برخې یو مشر ویلي: د ګوګل میټ او زوم په څېر لویو شرکتونو مقابلې ته تیار یو او په راتلونکې کال په اوایلو کې به ددې شرکتونو په څېر عملي ګام واخلو.
هغه زیاتوي، ډیر ژر به د ډیسکټاپ باندې د واټس اپ استعمالونکو ته خاص اسانتیا ورکړو، بیا به په کمپیوټر باندې اپلیکیشن استعمالول نور هم اسانه شي، ډیسکټاپ بڼه باندې استعمالونکو ته به غږیز او ويډیو ټیلیفون اسانتیا ورکول شي، همدا ډول د ټیلیفون دورانیه به ورته زیاته شي، د عکس لوی بڼه به هم لیږلی شو، موږ غواړو چې د ګوګل میټ او زوم باندې برلاسي شو یوازې ټیلیفون کول، پیغام استول، ويډیو کال او داسې نورې خاص ځانګړنې وراضافه کړو.
د واټس اپ د برخې دغه مشر وايي، موږ د زوم په څېر ډیسک ټاپ ځانګړنه باندې د تېرو څو میاشتو راهیسې کار کاو چې بالاخره بریالي شو اوس مو دغه اسانتیا د ازمایښت لپاره خاصو کارونکو ته ورکړې، که چېرې واټس اپ له ډیسکټاپ سره جوړ راغۍ او دغه تجربه کامیابه شوه نو له دغه اسانتیا به عام کارونکي هم ګټه واخلي.
د واټس اپ دغه خاص ځانګړنه به د ۲۰۲۱میلادي کال په لومړنیو میاشتو کې د عامو کارونکو پر مخ شتون ولري، په دې ځانګړنې سره به د کمپیوټر پواسطه د یو بل سره بانډار، په ژوندۍ بڼه تدریس او کاروبار کولای شو.