یکشنبه, مارچ 15, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

قرباني په چا واجبیږي ؟

kabull نشرونکی: kabull
سپتمبر 16, 2015
کټګوریانې: اسلام پوهنه
0
14
ځلې شریک شوی
180
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

لیکونکی : مفتی نجم الاسلام 

قرباني په هرمسلمان باندې چې عاقل ، بالغ، مقیم او دنصاب خاوند وي اویا دضرورت نه اضافي څیزونه چې قیمت یې نصاب ته رسیږي  واجب ده .

دا هم ولولئ

د برات د شپې غوښتنې!

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

په لیونی ، نابالغ اګرکه مال ورسره ډیروي (لکه په میراث کې ورته پاتې وي يا په بله طریقه ورته لاس ته ورغلی وي) قرباني نشته اونه يې په ولي اوسرپرست باندې واجب ده چې دده له طرفه یې وکړي.

چې په حالت دسفرکې وي قرباني ورباندې واجب نه ده اګرکه صاحب نصاب وي .

حاجیان چې داخترپه ورځ کومه قرباني کوي هغه دم شکردی هغه دحج اوعمرې په یوسفرکولو له امله په شکرانه کې واجبیږي دلوی اختر قرباني نه ده کومه چې دنصاب دوجې په مسلمان واجبیږي ، لهذاکه په مکه مکرمه کې په حالت داقامت کي وي په هغه بله دلوی اخترقرباني هم واجب ده.

نصاب :

1- ۵ اوښان یا ۳۰ غواګانې،میښې یا ۴۰ میږې،ووزې دي .

2- په سروزروکې اووه نیمې تولې (۹۲ګرامه) سره زرکه استمال کې وي اوکه ساتلي یې وي .

3- په سپینوزروکې ۵۲.5 دوه پنځوس نیمې تولې (۶۵۶.۲۵ګرامه) سپین زر اویاددې د قیمت په اندازه دهغه ملک مروجه پیسې چې ورسره وي.

4- تجارتي مالونه که په هرصورت کې وي چې قیمت دخرڅولويې دسپینوزرو نصاب ته رسیږي نصاب دی.

5- که دچاقرض ورباندې وي هغه به دسرمایې نه منفي کیږي که دهغې نه باقي پاتې نصاب ته رسیدلو نوقرباني ورباندې شته ورنه نشته.

6- سړی وي اوکه ښځه چې دنصاب خاوند وي قرباني ورباندې واجب ده.

7- حاجت اصلي یاضرورت نه اضافي اشیا:

حاجت اصلي ياضرورت اصلي نه هغه څیزونه مراد دي چې هغه دعزت او ابرو سره تعلق لري لکه خوراک ، څښکاک ، جامې ، داوسیدلولپاره یو کور،دکورداستعمال څیزونه ، دکسب ګر لپاره دکسب سامان یاداسې نور.

8- که دضرورت اصلي نه زیاتی کور، سپرلۍ لکه موټر،موټرسائکل وغیره اوپه کورکې داسې سامان چې په کال کې یې استعمال ته ضرورت نه پیښیږي که نصاب ته رسیږي قرباني پرې واجب ده.

9- دکورداستعمال یاذاتي استعمال لپاره موټرپه نصاب کې نه داخلیږي البته که دخرڅولوپه نیت یی اخستی وي نوبیامال تجارت کې داخل دی .

10- کوم موټرچې سپرلۍ پرې وړي اودامدن ذریعه یې وي نوداهم حاجت اصلي کې استعمال دی لهذا نصاب کې نه شماریږي.

11- کوم کورچې په کرایه ورکړل شوی وي یا هغه ځمکه جائداد چې مالک په کې زمینداري کوي اوددې نه غیر بل امدن نه لري اودومره امدن یې وي چې دکال ګزاره یې پرې کیږي اوبچت نه کوي نوپه ضرورت اصلي کې راځي نصاب کې نه شماریږي، اوکه سالانه بچت پکې کیږي نودبچت په اندازه دځمکې ، کورقیمت به نصاب کې حسابیږي.

12- په قربانۍ نصاب باندې کال تیریدل ضروري نه دي بلکه دلوی اخترددریمې ورځې ترلمرپریواته پورې که نصاب لاس ته ورغی نوقرباني ورباندې واجب ده.

13- په شریک کورکې که دومره سرمایه وي چې په وروڼوتقسیم شي هریوته نصاب رسیږي نوپه ټولو قرباني لازمه ده ورنه نه ده واجب.

14- که پلاراووروڼه وي اودپیسواختیارات اوراجمعه کیدل ټول پلارسره وي نوصرف دپلار قرباني کافي ده. اوکه واک اختیارپلارسره نه وي نوبیا دنصاب په صورت کې په ټولو زامنوقرباني واجب ده ، اوکه پلاردنصاب خاوندوي په پلارباندې جداقرباني واجب ده ، اوپه دې صورت کې صرف پلار ته قرباني کولو سره دزامنو ذمه نه خلاصیږي.

15- كه واك اواختياردپیسودزامنواوپلارمینځ کې سره برابروي نوکه شریک مال دومره وي چی تقسیم شي هریو ته پوره نصاب رسیږي نو په ټولو باندې قرباني لازمه ده.

16- يونفرچې څومره هم زيات مال ورسره وي صرف یوه قرباني پرې واجب ده .

17- که په چاقرباني واجب نه وي اودچانه قرض پیسې اخلي اوقرباني پرې کوي قرباني یې کیږي البته داسې کارکول ښه نه دي.

18- دمتوفی لپاره قرباني کول جائزده اوثواب یې ورته رسیږي. اوکه څوک دډیرو مړو لپاره یوه قرباني کوي هم جائزده ځکه دمیت لپاره قربانۍ کې مقصود ایصال ثواب وي .

19- که په چا قرباني واجب وي اوبل څوک یې دده له طرفه وکړي اوده نه اجازت وانخلی نوقرباني دهغه بل نفر له طرفه نه ده شوي.

20- دښځې مهر که دمیړه په ذمه باندې وي اونصاب ته رسیږي نوترڅوپورې چې ښځې قبضه کړی نه وي قرباني پرې نه ده واجب ، البته که مهر معجل وي اوخاوند هم مالدار وي اود مهرادا کولو نه انکارنه کوي نوبیاپه ښځې قرباني واجب ده.

21- كه په یوڅاروي کی اووه کسان شریک وي اویوکس په کې وفات شي نودمتوفا د ذمې نه قرباني ختمه شوه ، اوس دغه قرباني دوارثانوملکیت وګرځیده نوکه وارثان اجازت ورکړي قرباني دمیت له طرفه صحیح شوه اوکه اجازت ورنه کړي اویاپه وارثانوکې صغیروي اوقرباني وشوه نودټولو قرباني نه ده شوې.

22- غریب باندې قرباني واجب نه ده البته که دقرباني لپاره یې څاروی واخستلو اوهغه مړشو نوبله قرباني ورباندې نشته ، اوکه صاحب نصاب وي څاروی یې واخستو اومړشو نوبله قرباني ورباندې واجب ده.

23- که دغریب دقربانی څاروی ورک شوبل ورباندې نشته البته که بل یې واخستلو اوداخترپه ورځوکې هغه ورک هم راپیدا شو نوددواړو قرباني ورباندې واجب ده ، اوکه دنصاب مالک سره داسې وشول نوبیا صرف یوه قرباني ورباندې واجب ده.

24- که غریب دقربانی لپاره څاروی واخلي دهغې بدلول اوخرڅول جائزنه دي البته که مالدار اوصاحب نصاب وي نوبیایې بدلول اوخرڅول جائزدي، اوکه خرڅولوکې یې ګټه وکړه نوهغه زیاتي پیسې دې صدقه کړي.

25- که دغریب دقربانۍ څاروی دقربانۍ نه مخکې عیبجن شي نوهمدا څاروی به قرباني کوي البته که دنصاب مالک وي نوبله قرباني ورباندې لازمه ده.

26- که په یوڅاروي کې داوو کسانو نه کم شریک شول او یو په کې غریب هم وي او دنور کسانو دشریکولو نیت یې نه وي کړی نوبل کس نشي شریکولای البته که ټول صاحب نصاب وي نو نورکسان تر اوو پورې شریکولای شي.

دڅاروي عمر

1- په اوښ کې ۵ کاله په غوا، میښه کې ۲ کاله اوپه ووزه کې یوکال اوپه وري کې چې دشپږو میاشتو یا ددې نه زیات وي اوڅورب وي چې که دکال والاسره روان وي فرق یی نه کیږي بیاهم جائزده ورنه که دکال نه کم وي بیاجائزنه ده.

2- اسلامي کال يعنې دسپوږمۍ ( قمري) کال معتبردی اودسپوږمۍ (قمري) کال دلمریز کال نه تقریبالس ورځې کم وی.

3- غاښونه راختل:

که دیوڅاروي عمریقنا پوره وي اوغاښونه یې راختلي نه وي قرباني پرې جائزده ، البته که عمریې صحیح معلوم نه وي اوخرڅونکی وایی چې عمریی پوره دی اوخرڅونکی اعتمادي نه وي نوبیا دغاښونو کتل ضروري دي او بالخصوص نن صبا چې داعتماد اوصداقت فضا ډیره کمه ده.

مخکینې مطلب

قرباني په چا واجبیږي

بل مطلب

د کالفورنيا اور تر اوسه ۵۰۰ کورونه سوزولي

ځانګړي مطالب

اسلام پوهنه

د برات د شپې غوښتنې!

نشرونکی: احسان تکل
فبروري 2, 2026
اسلام پوهنه

چې خلک ونه وایي محمد (ﷺ) خپل ملګري وژني

نشرونکی: ح جلال
جون 7, 2025
اسلام پوهنه

د خان او غریب په اړه نبوي کیسه

نشرونکی: ح جلال
اپریل 4, 2025
اسلام پوهنه

د اعتکاف فرصت له لاسه مه ورکوه!

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 27, 2024
اسلام پوهنه

روژه د څه لپاره؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 11, 2024

ځواب دلته پرېږدئ ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

This site uses Akismet to reduce spam. Learn how your comment data is processed.

وروستي

په دوبۍ او منامه کې د امریکا «سيټي بانک» څانګې د ډرون برید هدف ګرځیدلي

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 15, 2026
0

ایراني جنرال: هرمز تنګي تر اوسه نه دی تړل شوی؛ خو بشپړ کنټرول یې زموږ په لاس کې دی

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 15, 2026
0

د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیلو بریدونه؛ سراج الحق: د اسلامي همکاریو سازمان دې بېړنۍ غونډه راوبولي

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 15, 2026
0

امریکا منځني ختیځ ته ۲۵۰۰ سمندري ځواکونه او جنګي بېړۍ استوي

نشرونکی: ح جلال
مارچ 15, 2026
0

امنیتي سرچینه: د پاکستاني بریدونو په ځواب کې به داسې اقدام وشي چې دښمن یې تصور هم نه لري

نشرونکی: ح جلال
مارچ 15, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکايي اډو پر ضد د بریدونو ۵۰مه څپه پیل شوه

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 14, 2026
0

یمني ځواکونو د اشغالي فلسطین پر حیفا بندري ښار لسګونه توغندي ویشتلي

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 14, 2026
0

په تل ابیب او اېلات کې د ایراني ځواکونو بریدونه؛ ۴۰ هدفونه په نښه شوي

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 14, 2026
0

د ریښتنې ژمنې عملیاتو دوام؛ ایراني ځواکونو د صهیونیستي رژیم پر وړاندې پراخ او ځپونکي عملیات پیل کړل

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 14, 2026
0

افغان ځواکونو په خوست او پکتیکا کې د پاکستاني پوځي رژيم دوه پوستې نیولي

نشرونکی: ح جلال
مارچ 14, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ایران د بګرام هوايي اډې د نه سپارلو پرېکړې له امله له افغانستانه مننه وکړه

    24 شریک شوي
    شریکول 10 Tweet 6
  • ملي دفاع وزارت: د مشرقي زون فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان یوه پوسته نیول شوې، ۱۴ عسکر وژل شوي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنیتي سرچینه: د پاکستاني بریدونو په ځواب کې به داسې اقدام وشي چې دښمن یې تصور هم نه لري

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • ایران د سعودي پر الامیر سلطان هوايي اډه برید کې ۵ امریکايي د سون‌توکو الوتکې زیانمنې کړې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د سیمې د جګړې احتمالي پایلې؛ د ایران د بریا سناریو او د پاکستان د حیثیت پوښتنه!

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

په دوبۍ او منامه کې د امریکا «سيټي بانک» څانګې د ډرون برید هدف ګرځیدلي

ایراني جنرال: هرمز تنګي تر اوسه نه دی تړل شوی؛ خو بشپړ کنټرول یې زموږ په لاس کې دی

د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیلو بریدونه؛ سراج الحق: د اسلامي همکاریو سازمان دې بېړنۍ غونډه راوبولي

امریکا منځني ختیځ ته ۲۵۰۰ سمندري ځواکونه او جنګي بېړۍ استوي

امنیتي سرچینه: د پاکستاني بریدونو په ځواب کې به داسې اقدام وشي چې دښمن یې تصور هم نه لري

سپاه پاسداران: د امریکايي اډو پر ضد د بریدونو ۵۰مه څپه پیل شوه

یمني ځواکونو د اشغالي فلسطین پر حیفا بندري ښار لسګونه توغندي ویشتلي

په تل ابیب او اېلات کې د ایراني ځواکونو بریدونه؛ ۴۰ هدفونه په نښه شوي

د ریښتنې ژمنې عملیاتو دوام؛ ایراني ځواکونو د صهیونیستي رژیم پر وړاندې پراخ او ځپونکي عملیات پیل کړل

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com