د یو کرهنیز شرکت “B Free Agro” یو ځوان مشر ازران داسې ډرون جوړ کړي چې د څارویو ساتنه او پالنه کوي، دغه ډرون الوتکه په مصنوعي ذهانت سمباله ده، دا ډرون د څارویو شمیر، څړځایونه او هغوۍ ته متوجې خطرونه په نظر کې نیسي.
د “B Free Agro” شرکت مشر ازران وايي، چې موږ د تېرو څو کلونو راهیسې خپل شرکت څاروي په ډرون کنترولو چې دې سره زموږ د شرکت مصارف پنځوس سلنه کم شوي دي.
دغه شپونکۍ ډرون الوتکه تر درې نه تر پنځه کیلومترو پورې خپاره شوي څاروي څاري، هغوۍ خواړه او څښاک برابروي دغه ډرون د وخت سپما تر څنګ ټوله پروسه بغیر د ستړیا پر مخ وړي.
دغه ډرون پر یو وخت د زرو څارویو څارنه کوي، په دغه ډرون کې ځانګړی سافټویر ځاې پر ځاې شوي هر څاروی بیل بیل پېژني، دغه ډرون د انسانانو پر ژوند کې دومره اسانتیا راوستي چې اوس به شپون کرار موټر کې ناست وي او د خپلو څارویو څار به په ناسته کوي.