غورځنګ
په سیمه اييزه کچه دا خبره مشهور ده چې افغانستان د سيمې په کچه د خپل اهميت له امله دومره مهم دی چې د اسيا زړه بلل کيږي، دا له دې امله چې له یوې خوا افغانستان د خپل اقتصادي اهميت له امله هم په سیمه کې خورا مهم دی، له افغانستان څخه د ورېښمو مهمه تجارتي لاره چې لرغونوالی يې سلګونو کلونو ته رسېږي، تېره شوې چې له همدې امله نو تر اوسه يې هم هماغه اهميت دی….
خو دا چې اقتصادي پروژې امن او امنيت ته ضرورت او اړتيا لري او پکار ده چې لويې لارې ورته په امن شي او له کوم بل ګاونډي او سيم اييز هېواد څخه چې له ترانزيټي لارو څخه کوم تجارتي مالونه راځي؛ هغو مالونو ته بايد د امن ساحه برابره شي او امن ورته ونيول شي….
نو له همدې امله ده چې په افغانستان کې امن او امنيت ټينګېدل او ثبات راتلل خورا مهم دی او سيمه او حتی نړۍ ورته اشد او زیات ضرورت لري، په افغانستان کې چې له شلو کلونو راهيسې امریکايي يرغل شوی، په هېواد کې پر بې ګناه خلکو او وګړو بمباردونه، وحشي چاپې، په لارو کې د خلکو کوزول او بيا يې زندانونو ته لېږل، د ولسي وګړو په شهادت رسول د دغه يرغل سره سم رامنځته شوي، نو له همدې امله ده چې په افغانستان کې صليبيانو يو ډول وحشت او دهشت جوړ کړی او د اسيا دغه زړه يې نا امنه کړی چې د دغه هېواد له نا امنه کېدو سره سم د سيمې اقتصاد له ګواښ سره مخ شوی او په ځانګړي ډول د افغانستان اقتصادي چارې نو بیخي د د غې نقطې پر اساس له ضُعف سره مخ دي….
نو ګاونډي او سيمه اييز هېوادونه په حقيقت کې چې اوس د افغان سولې ملاتړ کوي، اصل لامل يې دا دی چې د امریکا له يرغل سره سم د دغې سيمې او ګاونډيو هېوادونو اقتصاد ځپل شوی….
مګر يوه خبره بله دا چې افغانان د تاریخ په اوږدو کې همېشه شاهان او امپراطوران پاتې شوي او تل يې پر نورو اقوامو بادشاهي کړې او ازادانه ژوند يې خورا خوښ چې په خبله هېواد کې يې تېر کړي او د بل چا تر جُغ لاندې ژوند تېر نه کړي….
خو امريکا، له امریکا څخه مخکې روسانو او له روسانو څخه بيا مخکې انګرېزانو د افغانستان امنيت وګواښه او افغانان يې تر خپل منځ دنفاق لور ته وهڅول، هر کله چې افغانستان په امن کې نه وي نو ورسره په ګاونډيو هېوادونو او سیمه کې هم نفاق، نا امني او د خلکو ژوند ګواښل رامنځته شوي، په داسې حال کې چې ټول هېوادونه او ټوله سيمه امن، امنيت ته ضوررت لري تر څو يې ژوند ونه ګواښل شي او ژوند يې تأمين شي….
نو همدا لامل دی چې افغان سوله په حقيقت کې د ټولې سیمې او ګاونډ لپاره مهمه او اړينه ده….