څارګر احمدزی
هغه جګړه چې د امريکا لومړي متعصب مشر جورج ډبليو بوش پيل کړې وه او دترورېزم پر ضد د جګړې نوم يې ورکړی ؤ؛ په دې وروستيو کې داسې مرحلې او داسې سخت پړاو ته ننوته چې ختمېدل خو يې پرېږده ان مهارول او کنټرولول يې هم ناشوني برېښېده، دغه جګړه چې عمومًا امریکايي صليبي مشرانو د ټولې اسلامي نړۍ پر خلاف پيل کړې وه، ورو ورو يې محدودوله او بلاخره يې تر څو هېوادونو محدوده کړه، مګر بيا هم د دوی په وس کې نه ؤ چې جګړه يا ودروي او يا يې هم مهار کړي….
د جورج ډبليو بوش تر ادارې وروسته دغه جګړه بارک اوباما ته په ميراث پاتې وه، بارک اوباما چې د امريکا هوښيار؟ ولسمشر بلل کېده، د دغې جګړې د مشروعيت او ګټلو لپاره يې خورا ډېرې هڅې وکړې، دغې جګړې ته يې مختلف نومونه ورکړل تر څو اسلامي هېوادونو وهڅوي چې په اسلامي نړۍ کې د امريکا پر ضد راپورته شوي ځواکونه ختم کړي او يا يې هم د امريکا له مخالفت لاس پر سر کړي… که څه هم اسلامي هېوادونو له امریکا سره په دې باب له مرستې نټه او انکار ونه کړ خو الله ج چې د حق ملګری دی نو همدا لامل دی چې له امريکا سره د مسلمانانو مرستې هم د امريکا په خلاف د راپورته شويو ځواکونو په ماتېدلو کې مرستې کار ورنه کړ…. بلکې حق يې لا څرګند کړ.
بارک اوباما د خپل برياليتوب او امریکايي جګړې د مشروعيت لپاره ان خپل تېر بګراونډ هم بدل کړ او د ځان په اړه يې مشهور کړه چې ګواکې د ده نوم بارک حسن اوباما دی او دی په اصل کې له يوې مسلمانې کورنۍ څخه دی.
دامريکا دريمه دوره د ډونالډ ټرمپ وه چې د ده په اړه هم له خورا زياتو افواهاتو څخه کار اخيستل کېده، کله چې امريکايي ادراه ټرمپ ته وسپارل شوه نو په عموم کې د ټولو امریکايي جګړو او په خصوص کې د افغان جګړې په اړه نوموړي خورا درنې او له زوره ډکې خبرې کولې، کله به يې ويل چې د اتوم بم پواسطه به لس ميليونه افغانان ووژنم، کله به يې داسې ويل چې ټول افغانستان زما د يوه امریکايي د هډوکو؟ هومره قېمت هم نه لري. کله به يې ويل چې پر طالبانو به په افغانستان کې داسې بمباردونه پيل کړم چې د ورځې به زر تنه طالبان ووژنم….
خو نه يې اتوم استعمال کړ، نه يې هم د ورځې زر تنه طالبان ووژل او نه يې هم افغان جګړه وګټله بلکې په وروستيو کې دې نتيجې ته ورسېده چې افغان جګړه امريکايان نشي ګټلی، که چېرې پوځيان پرېږدي او جګړې ته دوام ورکوي نو تر بل هر حالت څخه به دلته پاتې کېدل او جګړه توده ساتل په درنه بيه تمامه شي…
نو له طالبانو څخه يې مذاکراتو ته کېناستل وغوښتل او په مذاکراتي جريان کې طالبانو تر دومره افشنونو تېر شول چې نړيوالو د امريکا زور او قوت ته په کتو سره هيڅکله هم له امريکایانو دا تمه نه لرله…
په اتلس مياشتنيو مذاکراتو کې امريکا له طالبانو سره په نړيواله کچه داسې حيثيت ته ورسېده چې هغه د دهشت او وحشت څېره يې په عاجزه څېره بدله شوه او اوس داسې ګومان کيږي چې امريکا به نور هيڅکله هم پر کوم هېواد د بريد جرأت ونه کړای شي او نه به يې هم وس ولري….
دا چې امريکا دغه وخت له دوه حالتونو سره مخ وه، چې يو يې په افغانستان کې بشپړه ماته وه او بل يې له طالبانو سره په مذاکراتي جريان کې يوې مثبتې پايلې ته رسېدل ؤ چې په دويم حالت کې امريکايانو ته د وتلو لپاره يوه مصؤونه لار ضرورت وه، خو په حقيقت کې له طالبانو سره مذاکرات او بيا د دوحې تړون، د ټرمپ بې ساري فايده من ګام ؤ چې په نړيواله کچه يې له ځان سره ملاتړ درلود. د نړيوال ملاتړ نښه يې وليدل شوه چې د تړون د لاسليک پر مهال د نړۍ د مختلفو هېوادونو لسګونه لوړ رتبه وزيرانو شتون درلود…
دا چې د افغان جګړې مهار کول او له دې دغې جګړې څخه تېښته د ټرمپ يو نېک اقدام او د امريکا لپاره يې په تاریخي لحاظ مثبتې پايلې ولرلې، خو د امريکا په داخل کې د ټرمپ دورې له ځان سره خورا بوږنوونکی حالات لرلي دي…
د تورپوستو او سورپوستو تر منځ جنجالونه او نښتې چې د ټرمپ په دوره کې يې خورا زور اخيستی، دامريکا د مختلفو نظامي او ملکي ادارو تر منځ د همغږۍ پر ځای د اختلافونو او مخالفتونو رامنځته کول، په نړيواله کچه د امريکا په اړه مشهورېدل چې ټول امريکايي چارواکي د ټرمپ په څېر درواغ وايي او د درواغو وعدې کوي او داسې نور هغه کارونه دي چې د ټرمپ له دورې څخه د امريکا راتلونکي حکومت ته پاتې کيږي او د هغه حکومت لپاره به يې جبران او کنټرول خورا ستونزمن کار وي…
د ټرمپ د دورې په باب بايد ووايو چې په بهرنيو چارو کې يوازې يو کار ښه لري چې افغان جګړه يې نږدې ختمه کړې او پوځيان خپلو کورونو ته ستنوي. چې دا يې راتلونکي امريکايي حکومت ته يو ښه اقدام دی.
خو په داخلي او باندنۍ سطحه بيا ځينې داسې کردارونه لري چې راتلونکي امریکايي حکومت ته يې جبران او کنټرول خورا ستونزمن کار دی چې هغه کردارونه پورته ذکر شوي دي….