م. احمد طلحه
پر افغانستان د امريکايي اشغال له پيله افغان ملت د طالبانو پر مشرۍ د اشغال پر وړاندې اوږده او پيچلې مبارزه وکړه او امريکا يې مجبوره کړه چې د تېر ۲۰۲۰م کال په پيل کې افغانستان څخه د ټولو عسکرو پر ايستلو توافق وکړي، امريکايي لوري دغه راز هوکړه کړې وه، چې په غير جنګي سيمو کې به هوايي بريدونه، نه کوي.
که څه هم مقابل لوري د توافق له مخې افغانستان څخه خپل ډېر عسکر ايستلي؛ خو د بريدونو نه کولو په برخه کې يې څو ځله له تړون څخه سرغړونه کړې او خپله کړې ژمنه يې ماته کړې. طالبانو څو ځله ددغو سرغړونو په اړه غبرګون ښودلی او دا ډول حملې يې تړون څخه سرغړونه ګڼلې ده.
په دې وروستيو کې يو ځل بيا د امريکايي ځواکونو له لوري دغه ډول بې مسؤليته بريدونه زيات شوي، چې ننګرهار، کندهار او هلمند کې وروستي خواشينونکي بريدونه يې ښې بېلګې کيدلی شي. طالبانو يو ځل بيا د مقابل لوري سرغړونې غندلي او ګواښ يې کړی چې که امريکايي ځواکونه دغه ډول بريدونه بند نه کړي، دوی به يې هم پر وړاندې ورته بريدونه وکړي او بيا يې د پايلو مسؤليت هم د امريکا پر غاړه وي.
طالبانو څو ځله وړاندې هم ويلي دي، چې امريکا سره تړون د دوی مجبوري نه، بلکې د امريکا مجبوري ده او که امريکايي لوری له تړون څخه وروسته شي، دوی به له نظامي لارې د ټولو بهرنيو عسکرو تر ايستلو پورې خپلې مشروع مبارزې دوام ورکړي. او د هيواد ته د ازادۍ او سولې په راوړلو کې به له هيڅ راز هڅو څخه هم مخ وا نه ړوي.
د سياسي چارو کارپوهان په دې اند دي، چې امريکا د تاريخ تر ټولو اوږدې او په اقتصادي لحاظ ملا ماتونکې جګړې څخه ستړې ده او د ډېرو امريکايانو په نظر دغه جګړه يې بايللې او پکار ده، چې زر تر زره ټول عسکر له دغه هيواد څخه وايستل شي او ددې بايللې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د دوحې تړون ښه فرصت بولي.