حشمت الله میاخیل
نوم او نسب:
د امام غزالى رحمه اللّٰــه اسم کنيه ابو حامد، نوم يېي محمد او د محمد الغزالى زوى ؤ، لقب ئي حجة الاسلام زين الدین الطّوسی او د طوس اوسيدونکى ؤ. نوموړی ستر فقيه، صوفي، متکلم او له ګڼو علومو باخبره عالم ؤ.
پیدایښت او زده کړې:
امام غزالى رحمه اللّٰــه په ٤٥٠ ھ ق کال په پيدا شوی دی. پلار يې يو نيک عمله سړى ؤ، هغه د خپل لاس په مزدوري او کوښښ روزي ګټله او له هغى نه به ئى خوارک کولو. هغه به له وړيو نه تارونو جوړول. او بيا به ئې هغه په دوکان کی خرڅول. کله چي مړګ ته نږدي شو نو خپل زوى او د هغه بل ورور احمد په باره کې يي خپل دوست ته وصيت وکړ چې زما په زامنو ديني علوم ولوله. ما چې کوم په ميراث کى پريښي دى، هغه ورباندې د علم په زده کړه کې ولګوه.
په دى وخت کې امام غزالى رحمه اللّٰــه ١٥ کلن ؤ. او د کشر ورور يې احمد غزالى رحمه اللّٰــه ١٢ کلن ؤ. کله چي د دوی د پلار نه پاتى مال او د دوى د دوست زرکاني پيسې ختمې شوې نو بیا ئـې د طوس په مدرسه کې شامل کړل. خو امام غزالى رحمه اللّٰــه دا مدرسه پريښوده او جرجان ته د علم حاصلولو پسى لاړ. هلته ئي د هغه وخت مشهور عالم استاد ابو نصر اسمعیل رحمه اللّٰــه نه د علومو زده کړه وکړه. د علم يو لويه ذخيره يې وليکله او بيرته طوس ته راغی. بيا يې له دې ځايه نيشاپور ته سفر وکړ.
هلته د خپل عصر يو لوى عالم امام الحرمین ابو المعانى جوينى ؤ. خپله علمي تنده يې هلته ماته کړه. د نورو فنونو او علومو تر څنګ يې د منظرې، علم الکلام، عقاید او فلسفى علوم ولوستل. په دې علومو کې يې دومره پوهه او مهارت حاصل کړ چي په درې سوه زده کوونکو کې يې لومړی مقام حاصل کړ.
امام غزالى رحمه اللّٰــه په ٢٨ کلنۍ کى ټول مروجه علوم حاصل کړل. د پوهې او ذکاوت آوازې يې هر ځاى خپرې شوې. کله چي امام الحرمین په ٤٧٨ ھ ق کال کې وفات شو. د وخت حاکم خواجه نظام الملک له امام غزالي رحمه اللّٰــه نه وغوښتل چى د بغداد د مدرسې د صدر المدرسين دنده ترسره کړي؛ خو امام غزالى رحمه اللّٰــه دا وظیفه قبوله نه کړه. خو کله چى د بغداد د مدرسى لوى استاد علامه حسين بن علي وفات شو نو خواجه نظام الملک طوسى امام غزالى رحمه اللّٰــه د هغه پر ځاى مقرر کړ. او هغه دا وظیفه قبوله کړه.
تدریس:
امام غزالى رحمه اللّٰــه په ٤٨٤ ھ ق کال کې په عملى توګه تدریس شروع کړ. او د ٤٨٨ ھ ق کال پورې يي دا خدمت وکړ په دې موده کې يې ډير کتابونه هم وليکل.
د امام غزالي رحمه اللہ مشهور تصنیفات:
امام غزالي رحمه الله د خپل دور مشهور مصنف و، ښه قلم یې درلود او ډیر کتابونه يې لیکلي دي، د کتابونو شمیرہ یې ۷۷ ته رسيږي، چې له ډلې يې یو څو دا دي:
۱: یاقوت التاویل فی التفسير ٤٠ ټوکه
۲: إحیاءالعلوم
۳: أسرار الانوار الالهيه بالايات المتلوة
۴: مشکوۃ الانوار القربة جوهر القرآن
۵: کیمیائے سعادت
۶: حجة الوادع
۷: الی اللّٰــه عجائب صنع اللّٰــه
۸: منخول
۹: عقیدة المصباح
وفات :
امام غزالي رحمه اللّٰــه په ٥٠٥ ھ ق کال د جمادى الاخر په څوارلسمه نېټه د دوشنبى د ورځي پر سهار د ٥٥ کالو په عمر له دنيا سترګې پټې کړې او د ايران په طوس ښار کی د مشهور او نوميالي شاعر فردوسى قبر ته نږدى خاورو ته وسپارل شو. علامه ابن الجوازي رحمه اللّٰــه په خپل کتاب (الثبات عند الممات) کې د امام غزالي رحمه اللّٰــه د مړينې په باره کې د هغه د ورور احمد غزالي له خولې ليکي: ورور مې ابو حامد غزالي رحمه اللّٰــه د دوشنبى د ورځى سهار (سبا راختلو) وخت کې اودس وکړ او لمونځ يې ادا کړ بيا ئـې خپل کفن وروغوښت ښکل يې کړ او په سترګو ئي کيښود، سمعاََ و طاعۃََ يې وویل مخ ئى قبلې ته کړ، پښې ئي وغځولې او او خپل روح يې د کائناتو خالق ته وسپاره.
مأخذونه:
احیاءالعلوم،مکاشفتہ القلوب،الثبات عند الممات تأليف عبد الرحمن بن علي بن محمد بن علي بن الجوزي أبو الفرج۔