ليکوال احمد منصور
سياست ته اوس هم خلک د کرکې په نظر ګوري دوکه، فريب او دوه مخي ورته ښکاري که له چا سره د هېواد / نړۍ او اسلامي نړۍ په حالتو غږېږې بل درته به ووايې چې څه مو له ځان څخه سياسيون جوړ کړي او يا ستاسو په دغه عمل به استهزاء کوي کفارو په خپل ټول توان کوښښ کړی چې مسلمانان له سياست څخه ناواقفه کړي او داسې انګيرنه ور واچوي چې سياست د وخت ضايع کېدل او که ښه هم وي مسلمانان يې د دې اهل نه دي بللي چې سياست وکړي
له عثماني خلافت له ړنګېدو را روسته د نړۍ ټولو کفارو د مسلمانانو تر مېنځ د سياست د منفور کولو سياست او اسلام جلا جلا ښودلو په موخه مختلفې حربې استعمال کړې، د عصري علومو مراکزو کې خپل افکار، نظريات او نصابونه مروج کړل هغوي کې يې اسلامي روحيه مړه کړه پر ځاي ښه پراخه فکري جګړه پرمخ يوړه په عياشۍ او فحاشۍ يې روږدي کړل آن چې له خپل دين څخه ناواقفه په نورو لارو يې سر کړل
هغه طبقه چې علماء او د مدارسو طالبان دي په هغو يې هم تر اندازې زيات کوښښونه وکړل خو ونه توانېدل چې له دين سره يې ناشنا کړي دا چې کفارو په ټولو اسلامي هېوادو کې استعماري جګړې پيل کړې واکمنان يې خپل اجيران کړل د علماوو شتون يې په واکمنو نظامو کې ختم تر مساجدو او مدارسو يې محدود کړل پرېکړه يې وکړه چې علماء په سياست کې هېڅ کار نه شي درلودی يوازې مسجدونو کې امامت کول د جمعو خطبې ويل هغه هم د واکمنو له لوري موضوعګانې ورته انتخابېدلې او همدا ډول جنازې او نکاحې کول دندې دي له دې پرته د هېواد په هېڅ لويو او وړو مسائلو کې د لاس وهنو حق نه لري
د سياست او اسلامي نظام پر ځای يې په خپلو لاسو جوړ شوي نظامونه په هېوادو کې تطبيق کړل کفار په دا ډول حربو کارولو وتوانېدل چې د مسلمانانو تر مېنځ سياست منفور کول او علماوو څخه د سياست کولو حقوق اخيستل تر مساجدو او مدارسو محدود کول يې له سترو موخو او اهدافو څخه ول.
کفار له دې ويرې چې هسې نه وروسته يو ځل بيا په مسلمانانو کې د سياست او نظامو چلولو ولولې او جذبې را ژوندۍ شي په همدې موخه يې د سياست يو شمېر تعريفونه وکړل خو هغو ته يې داسې شکل ور کړ چې علماء د سياست کولو هېڅ جوګه نه دي او نه ور پورې تړاو لري که څه هم هغو تعريفو کې ظاهري کومه بدي پکې نه ليدلی کېږي خو داسې تعريف شوي، چې دين او سياست پکې جلا جلا ښودل شوي مخکې تر دې چې په مقصود ليکنه را ونغاړم ضروري بولم تر څو د دوی د مروجه سياست تعريفونه هم ستاسو مخ ته کېږدم .
د دوی په نزد د سياست تعريف:
سیاست عربي کلمه ده، سیاست اصلا تاسیسولو ، رامنځته کولو ، کنترول او ادارې ته وایی، یا هغه پلانونو او قوانینو ته وایي چې مثبت کنترول اواداره پکې رامنځته کیږی، یعنې په هره ساحه کی دا کنترول شتون لري او باید دا شتون ولري. سیاست انفرادي او اجتماعي اړخونه لري. په عمومي ډول سیاست په کوچنۍ کچه د یو فرد، کورنۍ ، چم ګاونډ ، کلی کور اوپه لویه کچه د یوی لویی ټولنې ( لکه هیوادونه او ټوله نړۍ) مثبت کنترول او پالنې ته وایي چې په هغه ټولنه کې امنیت ، عدالت ، سوله او هوساینه رامنځته شي.
دوی به ويل که سياست د دين برخه وګرځول شي او علماء يې د کولو وړ وبلل شي نو هغوي خو د يو څه تاسيسول د يوې ادارې کنترول ول او همدا ډول له نړيوالو سره په احسن ډول رابطو پاللو جوګه نه دي دا هغه لاملونه او بهانې وې چې نړيوالو علماء ترې لرې بلل او زړه يې نه ښه کاوه چې علماء دا ستر مسؤليت اداء کړي که کوم هېواد کې کوم عالم او يا په اسلامي روحې سمبال شخص به د نظام چارې په لاس کې واخستې، عملاً به يې سياست وکړ، د هغوی د پرزولو لپاره د کوداتا نوې طرحه را وويستله چې مصر کې د مرسي سره دغه ډول چلند يې ښه بېلګه ده.
د اسلام له نظره د اسلامي سياست تعريف:
اسلام ، شريعت، عقيده عبادت ، دين، معامله او سیاست، دعوت او دولت دی، يوازې لمونځ / زکات او…. نه دی، بلکې د اسلام هرې برخې ته شامل دی. اسلامي سياست د اسلام له مخې يو ضرورت دی چې د اولسونو ښې راتلونکې تضمين نړيوالو ته ورکوي دا نړۍ الله پيدا کړې نو دا چې يوه کوچنۍ ټولنه د بغير کوم ټاکل شوي قانون څخه وخت نه شي تيرولی دا خو هېڅ امکان نه لري، چې (معاذ الله) الله به دا دومره مخلوق پرته د کوم راليږل شوي قانون څخه پیدا کړی وي. که د دنيا تحولاتو ته وګورو نو جوتيږي چې الله رب العزت دلته انسانانو ته يو داسې قانون د خپل استازي په واسطه را ليږلی دی چې کامل او مکمل دی، د نړۍ دې ناامنۍ ته چې ګورم او هېڅ نظام برقرار نه شي پاتې کېدای نړيوال همدغه اسلامي نظام/اسلامي سياست په طمعه او انتظار دي دا چې اکثره مسلمانان له اسلامي سياست ناواقفه دي دلته به په لنډ ډول د اسلام له نګاه د سياست تعريف وکړو.
تعريف يې: سیاست د فردي اواجتماعی مثبتو کړنو رامنځته کول ، کنترول او د بدو کړنو مخنیوي ته وایی ( چه عربی کی ورته امر بالمعروف او نهی عن المنکر وایي ) که هغه فرد وي، که کورنۍ، ټولنه، هیواد او که ټوله نړی وي، د پوره سولې او هوساينې سبب وګرځي .
سیاست په کوچنۍ کچه د یو فرد ، کورنۍ ، چم ګاونډ ، کلی کور اوپه لویه کچه د يوې لويې ټولنې( لکه هیوادونه او ټوله نړۍ) مثبت کنترول او پالنې ته وایي چې په هغه ټولنه کې امنیت ، عدالت ، سوله او هوساینه رامنځته شي ، که انفرادا یعنې یو کس هم وي ، د هغه د وخت ویشنه ، د هغه دنفس مقابل کی کنترول ، عبادات، د هغه د خپلیې میرمن ، مور او پلار ، اولادونو ، خویندو وروڼو ، خپلوانو ، چم ګاونډ ، کلي_کور او نورو سره یی حسنه اړیکې او ورځني تعاملات انفرادي سیاست دی ، په همدی ډول له کلي کوره، ښارونو ، قومونو اوملتونو ته د سیاست کچه لوړیږی او بالاخره ټول نړیوا ل چې یو د بله سره څه تعاملات لري هغه سیاست دی .
له پورتني تعريف څخه د د دوه ډوله خلکو ادعاوې درواغ ثابتېدای شي:
۱- هغوی چې وايې سياست فريب ، چل او دوکې ته وايې ځکه نو چې سياست په ښو باندې امر کولو او له بدو څخه منعه کولو ته وايې دې کې فريب او دوکې هېڅ څرک نه ليدل کيږي آيا دا معقوله ده چې څوک تاته نصيحت کوي يا درته ووايې چې ته عبادت کې ډېر کمزورۍ دي، خپل عبادت ته توجه وکړه او ته ورته ووايې چې ته درواغ وايې په دې قول سره به دې خلک ليونی وبولي آن د تعلق او صله رحمۍ پريکون به درسره وکړي دا چې له سياست څخه مراد قانون ده او که ته د يو اسلامي نظام د قانون مخالف عمل انجام کړې، د مثال په ډول د غلا کولو سزا په اسلامي نظام کې د لاس قطعه کول دي يا د زنا سزا رجم/دورې دي نو ضرور به تاته معينې سزاوې درکولی شي ځکه که تاته دا سزا در نه کړي په يو هېواد او ټولنه کې فساد او بد امني اوج ته رسيږي له همدې امله اسلامي سياست ته اړتيا ده ځکه اوسني سياسي نظامونه مجرم ته ټاکل شوې سزاوې نه ورکوي مونږ يې ګورو داسې فکر نه شې کولی چې دا د انسانانو دنياده، بلکې ځناورو ځنګل ښکاره کيږي.
۲- د سياست تړاوو له دين سره نه شته دين جلا او سياست جلا ده.
دا فکر د نړۍ کفارو په اسلامي نړۍ کې په ډېره آسانۍ خپور کړ ځينې ناپوهه له دې فکر متاثره شول او ځينو د دنيا متاع ، مادياتو د حصول په خاطر خولې بندې کړې چې هغه تش په نوم علماء چې شريعت يې علماء سوء بولي، هو، يادو علماوو اسلامي اوامرو/احکامو کې تحريف کړی تر ډېره پورتني فکر يادو علماوو په اُمت کې خپور کړی حال داچې مونږ په تعريف کې ولوسته چې سياست دوه اړخه لري/دوه برخې دي چې فردي سياست ده او اجتماعي سياست دی:
فردي سياست خپله ځان کې ښه مثبت تحول را وستل، کور ، کلي چم ګاونډ ، پلار، مور ، ښځې ، بچيانو او خپلوانو سره ښه رويه کول ښه تعلق ورسره پالل او تر خپله توان پورې د مشکلاتو په حل کولو کې مرسته او همکاري ورسره کول.
همدا ډول اوامر اسلام هم کوي د والدينو احترام او له خبرو څخه د مخالفت په صورت کې سخت وعيدونه په قران او احاديثو کې راغلي د ګاونډيانو حقوق دين بيان کړي ، د بچيانو پالنه پرې شفقت خپلوانو سره سله رحمي پالل هغه څه دي چې اسلام خپل پيرويان همدې اړخ ته ډېر تشويق کړي .
اجتماعي اړخ يې له ټولنو او هېوادونو سره ښه روابط پالل هغه که د تجارت په برخه کې وي که د تعليم او صحت په برخه کې که د رسول الله (صلی الله عليه وسلم) د مدينې زنده ګي په ښه ډول مطالعه کړو راته معلومه به شي چې مبارک صلی الله عيه وسلم روابط/تعامل يې د يهودو له قبيلو سره څه ډول و، همدا ډول د خلفاوو د خلافتو دورې چې هغوی نړۍ والو سره روابط په کوم ډول ول نو ويلی شو زمونږ لپاره د هغه مبارک کړه وړه د لارې مشال دی سياست مسلمانانو لپاره تر بل هر چا اړين دى ځکه نور اديان منسوخ شوي، يوازې اسلام دی چې سياست پرې کيږي.
که څه هم د سياست په اړه د نړۍ مسلمانانو د طالبانو د اوسني بريالي سياست له امله بدل شوی ځکه طالبانو د نظامي جګړې له برکته د سياست په ميدان کې ښه وځلېدل په قوي د دښمنانو يې هر څه د ميز په سر ومنل ، کومو خلکو چې مسلمانانو ته د سياست په اړه غلط تاثر ورکړی و، هغه يې يو څه ختم کړ خو لا هم کار ته اړتيا شته لا هم په ټولنه کې داسې وګړي لرو چې له سياست څخه نه يوازې ناواقفه دي آن د کولو يې هم مخالف دي ليکوالان مسؤليت لري چې دې او ورته نورو مسائلو باندې هېوادوال وپوهوي.