کله چې په نړۍ د کرونا توره څپه خپره شوه دې ناروغۍ سوداګرو ته سخته ضربه ورسوله، په زرګونو کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي خو تر څنګ يې انلاین سوداګرۍ وده وکړه، له وړو سوداګرو نیولې بیا تر لویو سوداګرو ټولو انلاین سوداګرۍ ته مخه وکړه، ددې تر څنګ ځینو اپلیکیشنونو هم ښه ګټه کړي.
د سینسرټاور په نوم ادارې د انلاین ګټې اړوند معلومات خپاره کړي چې په وینا يې په ۲۰۲۰ کې د سمارټ فون په بازار کې د پام وړ بدلونونه راغلي په دې کال کې دفتري کارونو او ذده کوونکو خپل منځي کانفرانسونه نیولو لپاره مختلف اپلیکیشنونه استعمال کړي دي.
په ورته وخت کې د موبایل په لوبو د ریکارډ په ډول خلکو مصرف کړی دی، له جنوری میاشت ۲۰۲۰نه نیولې تر ډیسمبر ۲۰۲۰ پورې په دې لوبو ۱۰۶ ملیارده ډالر خرچه شوي چې د ۲۰۱۹ کال په پرتله دا مصرف ۳۰سلنه زیات دی، ددې اصلي علت د کرونا له وجې د خلکو په کور پاتې کیدو له امله شوي.
هغه اپلیکیشنونو چې په ۲۰۲۰ کې تر ټولو ډیره ګټه کړي:
( ۰۱ ) زوم ( ZOOM)
( ۰۲ ) ټک ټاک ( TIKTOK)
( ۰۳ ) واټس اپ ( WHATSAPP)
( ۰۴ ) انسټاګرام ( INSTAGRAM)
( ۰۵ ) نیټ فلیکس ( NETFLEX)
( ۰۶ ) ټیمز ( TEAMS)
( ۰۷ ) ګوګل میټ ( GOOGLE MEET)
( ۰۸ ) ګوګل کلاس روم ( GOOGLE CLASS ROOM)
( ۰۹ ) یوټیوب ( YOUTUBE)
( ۱۰ ) ډزنی پلس ( DISNEY PLUS)