په دولتي رسنيو کې د شل کلنو يا نولس کلنو لاسته راوړنو خبر کيږي، کله نا کله خو د کابل ادارې خلک، منصبداران او نور چارواکي د نولس کلنو لاسته راوړنو؟ په اړه په رسنيو کې دومره احساساتي شي چې د خبرو په جريان کې يې تر نورو خبرو د شل کلنو لاسته راوړنو؟ اصطلاح ډېره کارول کيږي…
خو شل کلنې لاسته راوړنې به بې له دې بل څه نه وي چې د څو مشخصو کسانو شخصي جېبونو ته په تېرو نولسو کلونو بې شمېره پيسې راغلي دي او بېرته بيا باندنيو هېوادونو په ناقانونه توګه تللي او هلته پرې مارکېټونه، تجارتونه او نور داسې کارونه پيل شوي چې يو فيصد ګټه يې هم افغانستان او افغانانو ته نشي رسېدای!
دا چې د کابل ادارې ټول چارواکي په مطلق ډول د خپل واک د بقا شوقيان او خوښوونکي دي او نه غواړي چې په راتلونکې سوله کې واک وبايلي، نو په حقيقت کې همدې د واک بقا يا لاسته راوړلو ته دوی نولس کلنې لاسته راوړنې وايي.
په کابل کې د مادلنګ تر نامه لاندې د عياشۍ، فحاشۍ فېشن يا سټايل هم د دی د نولس کلنو لاسته راوړنو يوه شرحه ده چې ملت ته يې له څو کالونو راهيسې وړاندې کوي خو ملت نه دا چې د دوی د زغم له وجې چُپ دی بلکې ملت د امريکا او همدې ادارې د فاسدو چارواکو او د دوی د نظام ساتونکو عسکرو د سختو بريدونو لاندې ځاني، مالي او هر اخيز تلفات ګالي…
افغان ملت ته خپلې تېرې څلوېښت کلنې هغه قربانۍ چې دلته يې د دوو اشغالګرو قوتونو پر ضد د اسلامي نظام د قيام لپاره ورکړي دي، د يرغل له امله نورو ګاونډيو هېوادونو ته مهاجر شوي، هېواد يې د يرغلونو له امله لوټې لوټې شوی، خو سر يې يرغلګرو ته نه دی ټيټ کړی بلکې په خپل وسله وال قيام، جهاد او مبارزه يې يرغلګر مات کړي او افغانستان يې د دوی له ناپاکو قدمونو څخه ازاد کړی.
اوس د دې پر ځای چې د کابل ادارې وګړي افغان ملت ته د تېر نولس دور د وحشتونو، شپنيو چاپو، بمباردونو او هغو کورديناتو چې دوی غربيانو ته د افغانانو په خلاف ورکړي او په ترڅ کې يې افغانان پرې وژلي؛ تاوان ورکړي بلکې برخلاف همدا د غرب پر اوږو سپاره د شل کلنو لاسته راوړنو خبرې کوي.. او په پوره سپين سترګۍ سره وايي هم چې ګواکې د شل کلنو لاسته راوړنو؟ د ساتلو خبره به په مذاکراتي بهير کې هم کوي…
مګر په اصل کې خبره د شل کلنو لاسته راوړنو نه ده بلکې افغانانو چې څلوېښت کاله د کوم څه لپاره دربدرۍ، مهاجرتونه، تکاليف، بمباردونه، وحشتونه او نورې ناخوالې زغملي، هغه د افغانستان پر پاکه خاوره د اسلامي نظام قیام دی چې له بده مرغه د تېر جهاد په پای کې د دې پر ځای چې مجاهدين په هېواد کې اسلامي نظام حاکم کړی؛ واک بېرته په غير مستقيم ډول د شريرو عناصرو منګولو ته ولوېده. خو دا ځل به که خدای کولو هغه ډول سهوې او غلطۍ نه تکراريږي بلکې اسلامي نظام به نافذيږي او د افغانانو د دوو انقلابونو ارمانونو ته به د عمل جامه وراغوستل کيږي.
تېره شل کلنه دوره چې داشغال تر سيوري لاندې پر افغان ملت يوه تپل شوې دوره وه په هيڅ صورت کومه لاسته راوړنه نه لري بلکې د تېرې شل کلنې دورې سترې لاسته راوړنې دا دي چې افغان ملت له اشغاله وژغورل شي، اسلامي نظام پرې قائم شي. او په راتلونکي کې هيڅوک پرېنښودل شي چې افغانستان د بيا ځل لپاره وګواښي او نه هم هغه څوک پرېښودل شي چې د افغانستان له خاورې نورو ته زيان رسوي.