نجیب اللّٰه عادل
تصویر ته ځېر شۍ، د انسانیت ټیکداران وپېژنۍ!!!
نامتو امریکي فلم (بلیک روز) Black Rose په 1950میلادي کال کې بشپړ شو، دغه فلم د نړۍ په کچه ځکه شهرت وموند چې د دغه فلم د یوې صحنې د بشپړولو لپاره دوه نفره ژوندي انسانان په حقیقي بڼه اعدام شول.
ھغه اعدام شوي دوه کسان د مراکش هیواد مظلومه مسلمانان ول، د فلم دغه شرمناکه صحنه په مراکش هیواد کې هغه وخت تکمیل شوه کله چې په مراکش هیواد باندې فرانسوي اشغالګر قابض ول.
فلم جوړوونکی امریکایي فلم ساز (لوویس مورین) له فرانسوي اشغالګرو څخه وغوښتل چې په فلم کې د (انساني اعدام) د نمایشي صحنې لپاره د پلاستیکي مجسمې (روبوټ) په ځای باید دوہ ژوندي انسانان په عارضي ډول را ځوړند شي.
فرانسوي اشغالګرو د (بیش بها) رشوت په بدل کې دوہ مراکشي مسلمانان له زندان څخه راوستل ، بیایې دواړه مراکشي مسلمانان په درخته پورې را ځوړند کړل.
د دغه شرمناکه صحنې تصویر په یورپي ټولنه کې د انساني ژوند ارزښت او په اسلامي هیوادونو کې د اشغالګرو د عزایمو او جرایمو واضح عکاسي کوي، د فلم په نمایشي تصویر کې فرانسوي اشغالګر هم واضح لېدلاﺉ شۍ چې د اعدام په وخت کې له هغه ځای سره لیدل کېږي.