م. بلال
لومړۍ برخه
د شپږمې ميلادي پېړۍ په وروستۍ نيمايي کې الله تعالی پر انسانانو ستر احسان وکړ، هغه تش په نوم انسان چې د پيدايښت هدف ترې ورک و او د خپل پيداکوونکي سره يې هيڅ راز اړيکه نه لرله، بېرته يې ورکه لار پيدا کړه او په خپل قيمت او اهميت وپوهيده او د ژوند هدف هم ورته څرګند شو. هغه مهال انسان د خپل رب له درشل څخه ډېر لرې تللی و او انساني صفتونه يې يو مخ له لاسه ورکړي وو.
دا ستر نعمت د اسلام مبارک دين و، چې الله تعالی د خپل مخلوق لپاره تر قيامته د ژوند تېرولو د يوقانون په توګه راوليږه او ددې سپيڅلي او تلپاتې قانون د تشريح او تطبيق لپاره يې خپل تر ټولو وروستی استازی حضرت محمد صلی الله عليه وسلم هم راوليږه. ددې ستر احسان په قدر او قيمت هغه کس ډېر ښه پوهيږي، چې د اسلام تر راتګ وړاندې د نړۍ وضعيت معلوم کړي او د نړۍ د هغه مهال تک تور انځور وګوري.
هغه مهال نړۍ په ديني، اخلاقي، اقتصادي، سياسي او اجتماعي برخو کې تر ټولو ځورونکي حالت ته رسېدلې وه. هغه ستر اسماني دينونه، چې يو وخت د توحيد توغ وړونکي ګڼل کيدل، په دغه وخت کې يې خپله اصلي څيره له لاسه ورکړې وه او دومره تحريف پکې شوی و، چې که پخواني مذهبي مشران يې ژوندي وی، نا اشنا به يې ګڼلی و.
له اخلاقي پلوه هم انسان تر ټولو مخ پر ځوړ حالت کې و او د انسان او څارويو تر منځ توپير له منځه تللی و. ښځه د نارينه وو د هوس ښکار وه، د مالکيت حق يې نه درلوده او له د ژوند له هر ډول حقونو څخه بې برخې شوې وې. زنا، قمار، غلا، قتل او ورته نور جرمونه اوج ته رسيدلي وو او مړه ژوانده انسانيت خپلې وروستۍ سلګې وهلې.
د نړۍ د هغه مهال سترو امپراطوريو تر منځ د خپل واک د پراختيا لپاره سلګونه کلونه سيالۍ او خونړۍ جګړې روانې وې او ملتونه پکې د سونګ د توکو په څېر سوځېدل. د انسانانو تر منځ د ژبې، قوم او رنګ له مخې په ډېره لوړه کچه تبعيض او توپير و او آن ځينو يې د ځينو نورو سره د ستړي مشي او زده کړو حق هم نه درلود او يوازې د نورو خلکو چوپړماران ګڼل کيدل.
نور بيا… .