کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۴ مرغومی، ۱۳۹۹ل)
مسیر ورځپاڼې د خپلو معتبرو سرچینو په حواله خبر ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د راتلونکي حکومت په اړه له افغان سیاسیونو سره سلا مشورې پیل کړې دي.
ورځپاڼه زیاتوي، خلیلزاد د همدې لپاره له کابل څخه ځینې مخکښې مهمې سیاسي څېرې دوبۍ ته وربللي او له نورو سره یې ټلیفوني خبرې او راتلونکي حکومت پر جوړښت د نظر تبادله کړې ده.
له حکومت جلا سیاسي څېرو او ګوندونو ته نږدې افرادو ویلي چې خلیلزاد د موقت حکومت د جوړولو پیغام له ځان سره لري او غواړي له دې لارې جګړه ختمه کړي.
د سیاف او کرزي نږدو کسانو داهم ویلي چې خلیلزاد درې طرحې «طالبان به حکومت سره یوځای کیږي، حکومت به طالبانو سره یو نظام جوړوي، او یا به موقت حکومت رامنځته کیږی» له ځان سره راوړې وې.
دوی همدا راز زیاته کړې، دوه لومړنۍ طرحې سیاسیونو او نړیوالې ټولنې ته د منلو نه وې، او دریمه طرحه تر یوې کچې د حل لاره ګڼل کېده چې دمګړی پرې بحثونه روان دي.
بل خوا غني او ملګري یې له څو ورځو راهیسې په ډیرې وارخطایۍ سره د خپل حکومت، لاسته راوړنو، په قانونی توګه د واک انتقال او ارزښتونو ساتونکې سولې شعارونه ورکوي.
تر اوسه که څه هم په دې اړه رسماً کوم لوري اعلان نه دی کړی؛ خو د سیاسیونو له سفر، امریکا له جدیت او کابل حکومت له بې صبرۍ دا معلومیږي چې هیواد ته یو ستر بدلون راتلونکی دی.