ژباړن او راټولوونکی: مرحوم مولوي محمد یاسين “خدرخېل”
امام زبيدي فرمايلي، چې اُفعي یو برګ مار دی چې غاړه، وزرې او خوله يې غته وي. دا مار تر زر کلونو پورې ژوندی وي، ډير زيات بهادر وي، تور رنګ لري چې په انسان باندې ډيره سخته حمله کوي، دا مار په ټولو مارانو کې ډير خطرناک وي.
د اُفعي مار طبي فايدې:
که چيرې څوک د افعي مار وینه د رنجو په توګه په سترګو کې استعمال کړي نو په سترګو کې بهيې د رڼايي او بنايي اضافه وشي او که څوک يې زړه وچ کړي او په غاړه يې راوځړوي نو د هیڅ قسم سحر او جادو به پرې اثر نه کېږي.
که د چا په غاښ درد وي او د افعي مار جامه (ژامه) په غاړه کړي نو د غاښ درد به يې ښه شي. دغه شان که یوه ښځه د افعي مار ګسه (چپه) ژامه په چپ ورون (پتون) باندې وتړي نو د تر څو پورې چې دا ژامه تړلی شوې وي، هغه ښځه به نه حامله کېږي.
امام قزويني فرمايلي، چې ابن زهر او ابن نجتیشون ليکلي، که د سړي د څلورمې ورځې واريزه تبه وي (یعنې هغه تبه چې په څلورمه ورځ راځي) نو که د افعي مار زړه ورکړې او راويې ځړوي نو انشاءالله تبه به يې ختمه شي.
د مار وازګه (وازده) د هر قسم حشرات الارض (چینجو) په چيچلو کې فایده ورکوي.
که چيرې د بدن د یو ځای ويښته وويستل شي او د افعي مار په وازګه مالش کړی شي نو په هغه ځای ويښته بيا نه راشنه کېږي.
که چيرې څوک نوشادر په خوله کې واچوي او ويلي يې کړي نو که د دې مار یا د بل قسمه مار په خوله کې توکي (ورتو کړي) نو دواړه قسمه ماران په دغه وخت سمدستي مړه کېږي.
که چيرې د افعي مار څرمن په سرکه کې يوځای شي او پخه کړای شي بيا يې په خوله کې واچوې او خوله پرې کنګال کړې نو د ژامو او غاښونو د درد لپاره ګټه لري.
دغه راز که د افعي مار څرمن په خاوره کې يوځای کړی شي او د رنجو په توګه استعمال کړل شي نو د سترګو په بنايي کې کار کوي.
که چيرې د چا باد بواسير وي یا يې په سترګو سپينوالی (ړوندوالی) راغلی وي نو د دې مار د وازګې د مالش او په سترګو کې يې د رنجو په توګه استعمال کړي نو انشاءالله چې دواړه شکايتونه به يې ختم شي.
د مار تريخی په سمدستي توګه د زهرو په شان قاتل وي (عجايب المخلوقات)
بقرات ليکلي، که چيرې څوک د دې مار غوښه خوري نو د ټولو ( ) څخه به محفوظ وي. (حياة الحوان پښتواول جلد ۱۴۳.