کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۴مرغومی، ۱۳۹۹ل)
د ولسي جرګې یو شمېر غړي وایي، چې ډاکټر غني د جمهوریت چیغي وهي خو په په ډېرو مواردو کې یې قوانین نقض کړي دي.
په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازې “ناهید فرید” د ولسې جرګې په نننۍ غونډه کې د خبرو پرمهال وویل: «ډاکټر غني د پارلمان پرېکړو ته درناوی نه لري، اساسي قانون د ځان په ګټه تعبیروي او چارې یې استبدادي بڼه لري.
اغلې فرید د خپلو خبرو پر دوام ډاکټر غني یو دیکتاتور بللی او په خبره یې ځان د جمهوریت ساتونکی ګڼي خو کړنې یې د جمهوري اساساتو سره په ټکر کې دي.
ناهید فرید وایي اولس د نوموړي له کړنو تر پوزې راغلی او نور به یې استبدادي کړنې، خپلسرۍ او غیر قانوني کارونه ونه زغمي.
د ولسي جرګې ګڼ شمېر نورو غړو هم د ناهید فرید د خبرو په تایید ډاکټر غني ته ګواښ کړی، که له خپلسرو کړنو او غیر قانوني اقداماتو لاس وا نه خلي دوی به مجبور شي چې پر وړاندې یې جدي غبرګون وښيي.