ددې پوځي ډلګي په منځ کې یوازې یو تاتاري ځوان شتون درلود، چې له دې زړه بوګنوونکې پېښې اغېزمن شوی و او د پوځ له منځه تښتېدلی و؛ اوش ته او له اوشه سمرقند او زرغون ښار ته تللی و. دې پوځي دا ټوله افسوسناکه کيسه ښاغلي خوقندي ته کړې وه او نور د افغانستان پر لور روان شوی و.
تيمير بيګ د اوضاع په اړه ګذارش راکړ؛ ويې ویل:
له یوې مياشتې ډېر وخت کېږي، چې پر زرغون ښار، کتاب او عذار غمونه او کړاوونه راغلي؛ د علماو په ګډون سلګونه وګړي او تر ډېره مشران خلک ورکېږي. په زرغون ښار او نورو سیمو کې يې د پټو پوليسو شبکې خپرې کړي؛ له تېرې ورځې راپدېخوه د پټو پوليسو ګومارل شوي کسان د زرغون ښار د اورګاډي په تمځای کې د څار لپاره مؤظف شوي.
تيمير بيګ وپوښتل:
اوس دې څه هوډ دی؟
ما يې په ځواب کې ووې:
د زرغون ښار د لېدو هيله لرم.
عظام خان او تيمير بيګ تر ډېره له يو بل سره مشوره وکړه؛ په پای کې يې پرېکړه وکړه، چې زه بايد زرغون ښار ته د باغوان په څېره کې لاړ شم. ماته يې د انګورو پر وړو کيجاو بار درې خرۀ وسپارل. ما له ما څخه له يو څه غټ باغوان هلک سره د زرغون ښار پر لور حرکت وکړ. ماته په کار وه، چې د انګورو دا کيجاوې د زرغون ښار څلورو دروازو ته نېږدې دوکاندارانو ته وسپارم. په دې ډول مې د زرغون ښار ډېره برخه وليده. داسې ښکارېده، چې ښار بشپړ د پوځ په لاس کې دی. په هر ځای کې پوځيان د تګ راتګ په حالت کې ليدل کېدل، چې ټول روسان ول.
ما د زرغون ښار د دروازې پر لور خره روان کړي وو، چې یو ازبکتور (د پلورنځي منتظم) ماته په نوم غږ کړ. ما ځان کوڼ کړ؛ هغه بيا نارې کړې:
ښاغليه توره خوقندي!
ما په زړه کې ووې، چې دا به څوک وي؟ په تګ تګ کې ودرېدم؛ شاته مې وکتل، چې ازبکتور له دوکانه سرک ته راوتلی. سمدستي مې هغه وپېژاند.
ازبکتور له هغو درې قزاق مخروڼو یو و، چې د قرشي په تمځای کې مې له هغوی سره (له روسي کيسه برانو د نجات لپاره) په ريستوران کې پناه اخيستې وه. نوموړي په ډېر صميميت راسره وليدل او کړل يې:
خره چې دې ځای ته ورسول، نو ماته خامخا راشه.
ما د ورتلو پرېکنده تصميم ونيو او مازيګر ته نېږدې څلور بجې ورغلم. ازبکتور ماته منتظر و. خبر شوم، چې نوموړی د عمومي پلورنځي مهتمم او حسابدار دی او پاتې کارکوونکي يهودان ول. هغه د تېرو درې مياشتو ګذارش راته ووې؛ ورسره يې دا هم وویل، چې هغوی درې واړه له قرشي وروسته چېرته چېرته لاړل او څنګه زرغون ښار ته راغلل. ازبکتور راته کړل:
– اوس دې چېرته اراده ده؟
– زړه مې دی چې کرخي ووینم.
– له کرښې د افغانستان پر لور ځې؟
– هو! که ډېر مجبور شوم، نو بيا مې اراده ده.
– اوس دې چېرته اراده کړې؟
– د تيمير بيګ يا د ماما د کلا پر لور.
– نه، کلا ته بايد لاړ نشې؛ خو که د تيمير بيګ جونګړه تشه وي، نو هلته واوسه؛ کنه نو سر آسيا ته لاړ شه؛ که د کلا لور ته ورغلې، نو نيول کېږي؛ نور خره چېرته دي؟
– له ما سره يو مؤظف باغوان راغلی و؛ هغه بوتلل.
– ډېر ښه.
د زېرمتون (ګودام) سامان څلور لورو ته بې ترتيبه پروت و. ازبکتور ووې:
راځه دا سامان په ترتيب او نظم کېږدو او لږه ډېره مزدوري به هم درکړم. په نيم ساعت کې مو سامان ځای پر ځای کړ. ازبکتور د پېنځه روبلو چک راکړ، چې د زېرمتون له منشي مې تر لاسه کړل. د چک د راکولو پر وخت ازبکتور راته ووې، چې:
سبا هم راشه؛ کيدای شي کوم کار پيدا شي.
کله چې مې غوښتل روبل ترلاسه کړم؛ په لاطیني رسم الخط مې لاسليک وکړ، يهودي خزانه دار په ډېر غور او فکر زما لاسليک لاندې باندې وکوت.
ماښام ته نېږدې د مالک اژدهر مدرسې ته ورسېدم؛ ګورم، چې له مدرسې ماتم کده جوړه ده. طالبان او مدرسين ټول چپ او د غم او اندېښنې په ناپايه سمندر کې ډوب تللي . راته څرګنده شوه، چې د مدرسې دوه تکړه استادان او د لومړۍ کچې ديني عالمان د “جي پي او” کسانو شل ورځې مخکې نيولي او له ځان سره يې وړي او تر اوسه يې د مړينې، ژوند او د ځای معلومات نشته. د غم او خپګان په فضاء کې مو د ماښام لمونځ وکړ. د ماښام په لمانځه کې یوازې څو کسانو کډون وکړ؛ ډېريو يې په خپلو کوټو کې لمونځونه وکړل. شپه تياره شوې وه او زه سخت اندېښمن وم، چې چېرته لاړ شم، ځکه په مسجد او مدرسه کې پرديو ته ځای ورکول ممنوع وو. حيران او اندېښمن په فکر کې ډوب وم، چې ومې ليدل تيمير بيګ له لرې زما پر لور را روان دی. ماته نېږدې د باغوان په کاليو او څېره کې چپ تېر شو؛ مزار ته ورغی او د بخښنې دعا يې وکړه؛ اوبه يې وڅښلې او بېرته غلی وګرځېد؛ آن زما پر لور يې را و هم نه کتل. پوه شوم، چې اوضاع ښه نده او هغه زما د بولو لپاره راغلی؛ ځکه خو زه په هغه پسې داسې روان شوم، چې څوک شک ونکړي، چې زه له هغه سره روان يم. د هغه ځای نېږدې دوه سوه متره لرې و؛ هغه خپل دوکان ته ننووت او زه له هغه يو څه مخکې تېر شوم. له لږ مزل وروسته مې شاته وکتل، دوه کسانو په خپلو کې خبرې کولې او را روان وو؛ ما خپل تګ لږ په قرار کړ، ترڅو دا دواړه له ما مخکې شي؛ هغوی نېږدې دوه سوه مېتره وړاندې يو کور ته ننوتل. زه په بيړه راوګرځېدم او د تيمير بيګ دوکان ته مې ځان ورساوه؛ هغه له خپلې جونګړې په بيړه بيړه کتل؛ سمدستي لاندې راغی، دروازه يې پرانيسته او له ځان سره يې پاس بوتلم. د ورځې ټول جريان يې له ما واورېد. له تیمیر بیګ راته معلومه شوه، چې د ازبکتور نوم تنګري قل دی. تیمیر بیګ راڅخه وپوښتل، چې هغه کومه تازه خبره درته ونکړه؟
ما ځواب ورکړ، چې: نه.
هغه ووې:
نوې خبره داده، چې ښاغلی خوقندي د سايبيريا ټاپو ته وړل کېږي، خو د ښار اوسېدونکو پر لاريونونو لاس پورې کړی او د کمونستانو مشرانو ته يې د ليکونو لړۍ روانه کړې، چې که خوقندي ته ډېر لږ تکليف او ضرر ورسېږي، نو د هغه د غړو د بند بند غچ به خامخا له کمونستانو واخلي. د روس ولايتي محکمې شورا راغونډه کړه؛ له ژور فکر او سوچ وروسته يې پرېکړه وکړه، چې بې شکه چې ښاغلی خوقندي روحاني او بارسوخه شخصيت دی او ژوند يې د عوامو په خدمت کې تېر شوی؛ نو ځکه دې هغه پر خپل حال پرېښودل شي.
دا اعلان په ټول ښار کې عام و تام خپور شو او د خلکو اندېښنه لرې کړای شوه؛ خو معلومه وه، چې دا شاتګ هسې د لږ وخت لپاره و. د پټو پوليسو شمېر ډېر شو، د ښاغلي خوقندي کلا له څلورو لوريو د سپينو کاليو والا پوليسو له لوري تر څارنې لاندې شوه، د شپې سور پوځ هم را ورسېد او د پوليسو يو ټولی دننه په کلا کې هم وګومارل شو.
د شپې يولس بجې تنګري قل هم راغی او راته ويې وې:
تا د خپلې مزدورۍ د ترلاسه کولو پر وخت ولې پر لاطيني لاسليک کړی و؟ بيا دا کار ونکړې.
خبر شوم، چې کله ما روبل ترلاسه کړي وو او تللی وم، نو يهودي خزانه دار تنګري قل ته ويلي وو، چې دا هلک د کوم ځای دی؟ ددې ځای اوسېدونکی نه ښکاري او کوم چاته راغلی ښکاري.
د شپې تر نيمايي پورې د هېواد د اوضاع په اړه خبرې اترې روانې وې. د سوسيالېزم کړاو او استبداد ورځ په ورځ په سختېدو او ډېرېدو و او له قرشي، عذار، کتاب، سر آسيا او زرغون ښار څخه به د شپې خلک ورکېدل. داسې ښکارېده، چې کمونستان به په دې سیمو کې د مسلمانانو پر مذهبي او ټولنيز ژوند خپل وروستی ځپونکی وار وکړي.
له دې وروسته زما په اړه بحث پيل شو؛ په پای کې پر دې پرېکړه وشوه، چې زه بايد د افغانستان پر لور د سفر بستره وتړم، ځکه هلته اوضاع ددې ځای پر نسبت نورماله ده؛ که په افغانستان کې مې ځای وشو، ډېر ښه؛ خو که هلته هم خوندي ځای نه و، نو د هندوستان لاره به نيسم.
نور بیا….
ـــــــــــــــــــــــــــ
لیکوال: مولانا اعظم هاشمي
(دا په کابل ټکی کام کې د خپرېدونکي کتاب “د بخارا او سمرقند په وینو لړلی ژوند” د ژباړې شپږویشتمه برخه ده، چې خپرېدل یې دوام لري)