کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۵مرغومی، ۱۳۹۹ل)
واشنګټن ايکزماينر نشریه وایي، چې له افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتلو کابل حکومت له سخت فشار سره مخ کړی.
یادې نشریې په خپلې وروستۍ نشر کړې مقاله کې لیکلي: «په دې وروستیو کې چې له افغانستان څخه د بهرنیو عسکرو د وتلو لړۍ چټکه شوې او جګړو زور اخیستی کابل حکومت یې پر وړاندې بې وسه ښکاري او له بهرنیو ځواکونو پرته یې د مخنیوي توان نه لري».
نشریه په خپله مقاله کې کاږي چې افغانانو ته د نظام څرنګوالی مهم نه دی، سترګې یې دوحې ته دې او د یوې داسې پرېکړې په تمه دي چې په افغانستان روانه جګړه پای ته ورسوي او په دغه هیواد کې د یوې تل پاتې سولې راتګ ته زمینه برابره کړي.
په پای کې د مقالې لیکوال هیله مندي ښودلې چې د قطر په پلازمینه دوحه کې به د طالبانو او افغان سیاسي جهتونو ترمینځ روانې خبرې یوې مثبتې پایلې ته ورسیږي او په دغه هیواد کې به له کلونو راهیسي روانې جګړې ته د پای ټکی کيږدي.