کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲۵مرغومی، ۱۳۹۹ل)
روسیې په ټولنیزو رسنیو کې د ولسمشر ټرمپ د حسابونو تړل کېدو ته غبرګون ښودلی او دا کار یې د بیان له ازادۍ سره په ټکر کې بللی.
د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې “ماریا زاخارووا” مسکو کې یوې خبري ناستې ته د خبرو پرمهال د ټولنیزو رسنیو لخوا د ولسمشر ټرمپ د حسابونو تړل د بیان پر ازادۍ اټومي چاودنې ته ورته بللي دي.
نوموړې زیاته کړې هغه هیواد چې نور به یې د بیان له ازادۍ په سرغړونه تورنول خو اوس بې خپله د بیان د ازادي په اصولو پښه کیښوده.
باید وویل شي چې د ټولنیزو رسنیو درې سترو شبکو ټويټر، فیسبوک او یوټیوب له هغه وروسته د ولسمشر ټرمپ حسابونه وتړل چې تېره اونۍ د ټرمپ پلویانو د کانګرس پر ودانۍ برید وکړ چې په پایله کې یې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله وواښته.