کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۸ مرغومی، ۱۳۹۹ل)
د کابل پوليس وايي، نن سهار د ناپېژاندو وسلوالو لخوا په يوه وسله وال بريد کې دوه ښځينه قاضيې وژل شوي او يوه بله ټپي شوې ده.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند فریدوس فرامرز وایي، چې دا پیښه نن سهار شاوخوا اته نیمې بجې د کابل ښار د لسمې امنیتې حوزې اړوند د قلعه فتح الله په لسم سړک کې رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړه چې په برید کې دوه میرمنې وژل شوي او یوه بله ټپي شوې ده.
هغه وايي چې وروستی جزئیات به یې وروسته له رسنیو سره شریک کړي.
عیني شاهدان وایي، دوو موټرسایکل سپرو وسله والو د قاضیانو پر کرولا موټر ډزې وکړې او نور وتښتېدل.
تر دې دمه د برید پږمسؤولیت چا نه دی منلی.