کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۸مرغومی، ۱۳۹۹ل)
د امريکا سرپرست دفاع وزير “کرسټوفر مېلر” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې خپله دنده کې یې سخت زړه تنګ دی.
د نوموړي په خبره په ډیر سخت وخت کې د دفاع وزیر په توګه ټاکل شوی او هیله من دی چې ژر تر ژره له دفاع وزارت څخه ووځي او کورته ستون شي.
کرسټوفر زیاته کړې: «امریکا له یو تر ټول بد حالت تیريږي او په دې حساسه مرحله کې د سلګونو ناندریو کنټرولول اسانه خبره نه ده».
کرسټوفر مېلر د خپلو خبرو پر دوام اضافه کړې چې د نوي حکومت تر راتلو به خپلې دندې ته دوام ورکوي خو له سپینې ماڼۍ د ولسمشر ټرمپ تر وتلو وروسته به یې لومړی کار د خپلې دندې پریښودل وي.
باید وویل شي چې د ولسمشر ټرمپ د واک موده مخ پر ختميدو ده او د راتلونکې اونۍ په لومړیو کې به د امریکا نوی منتخب ولسمشر جوبایډن لوړه وکړي او په رسمي توګه به د امریکا د ۴۹ ولسمشر په توګه دنده پیل کړي.