کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۸ مرغومی، ۱۳۹۹ل)
له هغه وروسته چې د فعال ولسمشر ټرمپ پلویانو پر ګانګرس برید وکړ، او بریالی شوی نوی ولسمشر جوبایډن یې په درغلۍ تورن کړ؛ د ګڼو امریکایانو اندیښنې راوپاریدې.
متقاعد جنرال مک کریسټال پر کانګرس ماڼۍ د ټرمپ پلویانو برید په افغانستان کې د القاعده له ظهور سره پرتله کړی دی او اندیښنه یې ښودلې چې امریکا د یوې خطرناکې کورنۍ جګړې پر لور روانه ده.
کریسټال همدا راز زیاته کړې، پر کانګرس اوسنی یرغل د سپټمبر ۱۱ مې له برید ډېر خطرناک دی ځکه چې دې ناوړه پېښې د امریکا د ډیموکراسۍ دعوې ته سخت زیان ورساوه.
هغه اندیښنه ښودلې او ویلي یې دي چې ښایي په راتلونکو ورځو کې ځینې نادودې ولیدل شي او له همدې امله به د امریکا په کورنیو چارو کې د نورو لاسونو ته زمینه مساعده شي.
نوموړي د ټرمپ پلویان یوه خطرناکه قوه بللې او په وینایي، که ټرمپ له واکه هم لرې شي؛ د نوموړي د پلویانو بې بندوباره ډله به تر ابده د امریکا یووالی زیانمن کړي.