کابل ټکی کام (یکشنبه، ۲۸مرغومی، ۱۳۹۹ل)
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي (زلمي خلیلزاد) او په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر د قطر پلازمینې دوحې ته د خپل سفر په ترڅ کې د طالبانو له سیاسي مرستیال ملا برادر او د قطر دفتر له مشر شیخ عبدالحکیم سره کتلي.
د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي: «پرون ماسپښين د طالبانو سياسي مرستيال او د سياسي دفتر رئيس محترم ملا برادر اخند، د مذاکراتي ټيم مشر محترم شيخ عبد الحکيم حقاني او ورسره هيئت، د امريکا ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خليلزاد، جنرال مېلر او ورسره هئيت تر منځ ناسته تر سره شوه.په ناسته کې د توافقنامې پر اهميت او د هغې د ټولو مادو پر ښه او پوره تطبيق تفصيلي خبرې وشوې».
نوموړی زیاتوي، د ناستې په جریان کې طالب استازو امریکايي چارواکو ته په ټینګار ویلي، چې د دوحې تړون مطابق د دوی پاتې بندیان ژر تر ژره خلاص او له تور لیست څخه د طالب مشرانو نومونه لرې کړي.
ډاکټر محمد نعیم د خپلو خبرو پر دوام اضافه کړې چې طالبانو امریکایي لوري ته څرګنده کړې که د دوحې تړون په تطبیق کې خنډ او ځنډ واقع کیږي، دا به د بین الافغاني خبرو پر روانې پروسې منفي اغیز وکړي.
ډاکټر نعيم زیاته کړې: «اسلامي امارت ټينګار وکړ چې په عام ډول د توافقنامې پر پوره عملي کولو او په ځانګړي ډول دغو دوو موضوعاتو په اړه چې بايد اوس تر ډېره نهايي شوې وای عملي ګامونه، نه اخيستل د مذاکراتو پر روان بهير منفي اغيز کوي».
باید وویل شي چې زلمی خلیلزاد او جنرال سکاټ مېلر داسې مهال دوحه کې له طالب مشرانو سره لیدلي، چې وړمه ورځ د امریکا دفاع وزارت اعلان وکړ چې د دوحې تړون له مخې یې افغانستان کې د خپلو ځواکونو شمېر تر ټولو کمې کچې ته راټیټ کړی او د روان کال تر می میاشتې به خپلو ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي.