اخر مې د سفر بستره وتړله او د کرخي پر لاره د افغانستان پر لور وخوځېدم.
د ماما د وروستي ځل د لېدو ارمان مې په زړه کې ښخ شو. تيمير بيګ زما د خوږې مور راسپارلی سامان راوسپاره. د اورګاډي تمځای ته لاړم؛ د ترمذ پر لور په روان اورګاډي کې د الله له نوم سره وختم. د کرخي تمځای ته نارسېده د امام جعفر په نوم يوه ړنګه بنګه او دښتي سيمه ده؛ دې سيمې ته په څو سوه مېترۍ کې يو مزار پروت دی؛ له همدې امله دا سيمه د امام جعفر په نوم ده.
کله چې اورګاډی دې سيمې ته ورسېد، نو ودرېد. الله په خپله ښه پوهېږي، چې دا ودرېدل به له معمول سره سم وو او که هسې اتفاقي. زمونږ له کوټې پر يو ځای څو کسه ښکته شول او په پای کې یې دوه غوښن فرغانوي ځوانان هم له خپلو سامانونو سره ښکته شول.
د هغوی پر پل زه هم ښکته شوم؛ ومې لېدل چې ټول د اورګاډي د ليکې غاړې ته روان شول. درې څلور دقيقې مې په حيرانۍ او اندېښنه هر لوري ته کتل؛ اورګاډی مې له سترګو پناه شوی و، ښکته شوي خلک د اورګاډي د ليکې په غاړه روان ول او په هغوی پسې دوه فرغانوي ځوانان روان ول. هر لوري ته وېروونکې چپتيا فضاء نېولې وه. نه پوهېدم چې زه چېرته يم او دا خلک چېرته ځي. ( وروسته راته معلومه شوه، چې دا سيمه امام جعفر نومېږي).
اخر بې تصميمه په فرغانوي ځوانانو پسې روان شوم. نور خلک هم په بيړه بيړه روان ول او د خلکو له سترګو پناه کېدل. مونږ تر نيم ساعت پورې روان وو؛ نېږدې ۱۲ بجې د آمو د سيند غاړې ته ورسېدو. د لارې په اوږدو کې نه هغو ځوانانو له ما سره خبرې وکړې او نه ما له هغوی سره.
هغوی د آمو د سيند پر غاړه د لاسونو پرېمينځلو لپاره کېناستل او زه هم ترې په لږه فاصله کې د سيند پر غاړه کېناستم. له سهاره مې تر اوسه څه نه وو خوړلي. د سفر له امله مې له لوږې په خېټه درد شو. ما له خپلې کڅوړې د زرغون ښار ځانګړې تحفه کوماچ (يو ډول ډوډۍ ده، چې د ايرو په تاو پخېږي) او څو وښکالي انګور راوويستل. هغوی ته ورغلم او په لاس کې راسره سامان مې د هغوی مخې ته کېښود. سلام مې وکړ؛ ډوډۍ او انګور مې د هغوی مخې ته کېښودل او د ازبکانو له دود سره سم مې دعا وکړه “يول بولسن، هارمنګ لر” ( سفر مو په خير، ستړي مه شئ.) هغوی هم په ځواب کې دعائيه کلیمې او سلام ووې؛ پورته شول او جوړ په خير يې راسره وکړ.
اوس نو درېواړه سره کېناستو؛ هغوی هم له خپلې کڅوړې تالقان راوويستل او پر دسترخوان يې کېښودل ( تالقان د ترکستان ستوان دي؛ د وريجو سره کړي وړه له بورې سره ټکوي، د اړتيا پر وخت په ورغوو خوړل کېږي؛ بيا اوبه يا شين چای څښل کېږي. د جګړې پر وخت عموماً پر همدې ګوزاره کېږي.)
يو ځوان راڅخه وپوښتل:
ته هم د امام صيب مزار نه ځې؟
ما ځواب ورکړ:
— هو صيب.
— له قاري مسعود سره وينې؟
ما ترې وپوښتل:
— کوم قاري مسعود؟
ځوان ووې:
— قاري مسعود پائيتواقي.
زه په فکر کې شوم؛ نېږدې دوه کاله مخکې چې کله زه د پاسپورت لپاره اندجان ته تللی وم، په پائيتوق کې د هغه( قاري مسعود) په کور کې مېلمه وم، ځکه چپ شوم.
له خوراک او څښاک وروسته د امام صيب د مزار پر لور روان شوو. د سيند پر غاړه د امام جعفر په نوم يوه سيمه ودانه وه؛ د سيمې له کوڅو تېر شوو او د يو ډېر ښکلي او ښايسته مسجد پر لور مخکې لاړو. مسجد د سيند پر غاړه پر يوه ستره دښتي تيږه ودان شوی و؛ تر لرې د اوبو په منځ کې و او يوه په زړه پورې ننداره يې وړاندې کوله. د آمو سيند د تبريز له څنډې تېرېدو او تېزو او تندو څپو يې د مسجد د دېوال له بېخه د مسجد ترسره څپې وهلې او روان و.
مسجد د امام جعفر په مزار پسې نښتی و. زه له وړې دروازې مسجد ته ننوتم؛ ومې ليدل چې قاري مسعود د مسجد په انګړ کې دورې وهي. شاته مې وکتل؛ ګورم چې ملګری مې غايب دي.
نور بیا…..
ــــــــــــــــــــــــــ
لیکوال: اعظم هاشمي
(دا په کابل ټکی کام کې د خپرېدونکي کتاب “د بخارا او سمرقند په وینو لړلی ژوند” د ژباړې اوه ویشتمه برخه ده، چې خپرېدل یې دوام لري)