نجیب اللّٰه عادل
د بیت المقدس له فتحې وروسته کله چې حضرت عمر رضی اللّٰه عنه بیت المقدس ته داخل شو د عیسایانو له پادري څخه یې وغوښتل، چې د بیت المقدس کلیګانې دې مسلمانانو ته وسپارل شي، په دغه وخت کې د عیسایانو پادري (یانوس) حضرت عمر رضی اللّٰه عنه ته وویل: یا خلیفة المسلمین زموږ په مذهبي کتاب انجیل کې د هغه شخص درې نښې (خواص) بیان شوي دي څوک چې بیت المقدس فتحه کوي.
لومړۍ نښه، هغه به پیاده وي او غلام به یې د اس له پاسه سپور وي.
دوهمه نښه: د هغه په پښو به د خاورو ګرد پروت وي.
درېیمه نښه: د هغه په زاړه قمیص باندې به نهه پیوندونه لګیدلي وي.
پادري زیاته کړه چې لومړۍ دواړه نښې په تاسو کې موجودې دي اوس غواړم چې ستاسو د قمیص پیوندونه هم شمار کړم.
پادري (یانوس) چې کله پیوندونه شمار کړل د وخت عظیم حکمران او خلیفه حضرت عمر رضی اللّٰه عنه په زاړه قمیص کې پوره نهه دانې پیوندونه لګیدلي ول.
د عیسایانو پادري ډیر په احترام سره د بیت المقدس کلیګانې حضرت عمر رضی اللّٰه عنه ته وسپارلې، دا راز د بیت المقدس پاکه ځمکه د مسلمانانو لاس ته ولویده.
#خلافت #راشده #فتوحات