کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۹ مرغومی، ۱۳۹۹ل)
د ډاکټر غني لومړي مرستیال امرالله صالح په خپله فیسبوک پاڼه یو ځل بیا په کابل کې د وروستيو هدفي بریدونو مسئولیت په طالبانو ور اچولی دی.
صالح ویلي، د دغه ډول پېښو د ډېرېدو عمده لامل دا دی چې طالبان فکر کوي په هر فرصت کې بښل کېږي؛ نو باید ټول بندي طالبان اعدام شي.
صالح همدا راز ټینګار کړی چې د طالبانو په اعدام سره به د جرمونو کچه راټيټه کړل شي او د نورو طالب جنګیالیو لپاره به عبرت شي.
خو طالبانو تر دې وړاندې ویلي، که بندیان یې اعدام شي؛ دوی هم بدیلې لارې لري او په خبره یې، ټول هغه مجرمین به په سزا ورسوي چې د جګړې شدت ته انتظار باسي.
امرالله صالح داسې مهال د طالب بندیانو د اعدام غوښتنه کوي چې دوحه کې بین الافغاني خبرې روانې دي، خو ډیری افغانان د امرالله صالح جګړیېزو څرګندونو اندیښمن کړي دي.