کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۹ مرغومی، ۱۳۹۹ل)
وروسته له هغې چې د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح د طالب بندیانو د اعدام غوښتنه وکړه طالبانو ورته توند غبرګون ښودلی دی.
صالح نن په خپله فسبوک پاڼه ادعا وکړه، چې کابل او نورو ښارونو کې وروستي بریدونه او چاودنې طالبان کوي نو که ځیني طالب بندي ملګري یې اعدام شي د بریدونو او پېښو مخه به ونیول شي.
خو په غبرګون کې یې طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ویلي، هیڅوک سیاسي او جنګي بندیان نه شي اعدامولی خو که دا کار وشي نو دوی هم بدیلې لارې لري چې په کار به واچول شي.
د ښاغلي مجاهد په خبره: “بندیان ځانګړي حقونه لري، د هغوی حقونه مالوم دي او سیاسي بندیان او د جنګ بندیان څوک اعدامولی نه شي، که څوک یې اعدام کړي موږ هم بدیلې لارې لرو پخوا مو هم ورته ښودلې چې په څومره درنه بیه ورته پرېوځي. ”
دا په داسې حال کې ده چې همدا مهال په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو دوهم پړاو خبرې روانې دي چې طالبان پکې د خپلو اووه زره بندي ملګرو خبره مطرح کوي.
په عین وخت کې ښاغلی مجاهد وایي، امرالله صالح په ورته کړنو او پیغامونو سره: “هڅه کوي چې یو نه یو ډول د سولې روان بهیر شنډ کړي او خنډونه یې مخ کې واچوي. ”
کابل کې په وروستیو کې په مسلسله توګه د دولتي منسوبینو او چارواکو وسایط د چاودنو او بریدونو هدف ګرځي خو مسؤولیت څوک په غاړه نه اخلي خو دولت یې پړه پر طالبانو اچوي.