غورځنګ
شمال ټلواله چې د روسانو په خلاف د افغانستان د جهاد پر مهال د جهاد تر نامه لاندې رامنځته شوې خو په حقيقت کې يې له روسانو سره تړون درلوده او د دې ټلوالې غړو په حقيقت کې له روسانو څخه پيسې اخيستې او افغان وژنې ته يې کار کاوه، د افغانستان تجزيه يې غوښته او په افغانستان کې د پښتو او فارسي د ژبني او نورو سمتي توپيرونو او تعصبونو اصلي بنيادګران هم دوی دي.
د دغې ټلوالې جګړه مار مشر احمدشاه مسعود په اصل کې د افغانستان شمال ولايتونه بېلول غوښتل نو په دې اساس يې په افغانستان کې مېشت پښتانه تر يوه او بل نامه لاندې ځورول، هغه وخت د مختلفو ثبوتونو پر اساس احمدشاه مسعود د افغانستان د پښتنو او نورو افغان قومونو د وژنې لپاره د فرانسې، پاکستان، روسيې، انګلستان او نورو هېوادونو له استخباراتي کړيو څخه پيسې اخیستلې او هغوی هم ورته دا هدايات ورکول چې افغان خپلمنځي جګړ ګرمه وساتي او افغان وژنه دوام وکړي.
خو له څه مودې وروسته کله چې طالبانو د افغانستان پنځه نوي سلنه خاوره ونيوله او پر افغانستان يې يو اسلامي نظام حاکم کړ نو احمدشاه مسعود هم د خپلو کړنو پر سزا ورسېده.
د ده له مرګه وروسته کله چې امريکا پر افغانستان حمله وکړه نو د ده پاتې شونو په بن کنفرانس کې دامریکا غلامۍ ته ښکاره بڼه ورکړه او د کابل ادارې زياتره پوسټونه او وزارتونه له دغې ټلوالې څخه تشکيل شول او د دې لامل دا ښودل شوی چې دغه ټلواله د نورو ګټو ته تر ټولو زياته ژمنه ده، په ځانګړي ډول په افغانستان کې د فرانسې، انګلستان، روسيې او امریکا ګټو ته پوره ژمنتيا لري.
د دغې ټلوالې يو تن غړی چې په کابل اداره کې کله په يوه او کله په بله بڼه راښکاري؛ امرالله صالح دی، دغه نوموړی چې د طالبانو په دُښمنۍ کې له هر څه تېر دی، افغانيت نه پېژني، په اسلاميت او مسلمانيت کې يې شک دی، د افغانستان اکثريت قومونو ته په بد نظر ګوري. ټول اطرافي وګړي د طالبانو په نامه نوموي، امريکا ته خورا زيات وفادار دی.
په همدې پلمه يې په کابل ادارې لومړی معاونيت، د کرزي د ادارې پر مهال د په اصطلاح ملي امنيت رياست او په دې وروستيو کې د کابل ولايت امنيه قومنداني او نور پوسټونه تر لاسه کړي دي يعنې له دې بايد وپوهېږو چې کابل اداره له قحط الرجال سره مخ ده او خلک ورته نه پيدا کيږي نو ځکه يې د شمال ټلوالې دغه لوچک پر څو پوسټونو ګومارلی.
امرالله صالح د پنځه زره طالب بنديانو د خلاصون په ځنډ، پر عامو افغانانو باندې د داعش تر نوم لاندې خونړيو بريدونو، د داعش په اکمال، د سولې په تخريب، د اسلامي نظام په وړاندې د خنډونو په ايجادولو او نورو داسې جناياتو کې ښکيل دی.
چې د ده د دغو جناياتو د زور او قوت اصل منبع او مرجع امریکا او نوره کفري نړۍ ده.
دی لا هم په دې فکر کې دی چې امریکا به يې نور هم هر اړخيز ملاتړ وکړي او افغان ملت به د ده له محاکمې څخه تل عاجز وي، يا به هم د ده واک او ځواک هر وخت وي.
يا هم دی لا هم د کرزي د لومړۍ ادارې په فکر کې دی چې فکر کوي ملي امنيت او نور رياستونه يې په لاس کې دي….
نو ځکه د طالب بنديانو د اعدامولو ګواښونه کوي او په تلوېزيون کې نعرې او سورې وهي چې طالب بنديان اعدام کړئ!
خو امرالله صالې بې چاره به لا ښايي نه وي خبر چې هغه امريکا چې ده يې پر قوت تکيه کړې وه؛ اوس د داخلي شديدو جګړو پر لور روانه ده، او نړۍ ته نعرې او بغارې وهي چې موږ له خطرناکې جګړې څخه وژغورئ!
نو که احيانًا د داسې څرګندونو په ترڅ کې داسې تنګ وخت درباندې راشي، چې يو هېواد هم د سفر اجازه نه درکوي، لکه ډاکټر نجيب، بيا به دې دا څرګندونې او افواهات سترګو ته ودرېږي؟
په دې اړه به ښاغلي امرالله صالې کله فکر کړی وي؟ چې که طالبان اعدام کړم، نو زه به له څه ډول برخليک سره مخ کيږي؟
که چېرې دی فکر کوي چې امريکا ته به پناه يوسم! نو هم ناسم دی ځکه چې امریکا اوس خپله په خطر کې ده، نو ده ته به کله د سفر اجازه ورکړي؟
دامرالله صالې د قوت او زور مرجع امریکا ده چې اوس يې په افغانستان کې ماتې خوړلې او نړيوالې شرمنده ګۍ سره مخ ده.