کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۰ مرغومی، ۱۳۹۹ل)
داسې مهال چې ټاکل شوې سبا چهارشنبه د امريکا نوی منتخب ولسمشر جوبایډن رسماً کار پيل کړي، طالبانو غوښتنه کړې ده چې د امریکا نوې اداره دې هم د دوحې تړون ساتنه وکړي.
د (نیشنل خپرونې) د طالبانو د سیاسي دفتر د ویاند ډاکټر محمد نعیم له قوله ویلي، چې امریکا باید د ټرمپ د تګلارې پر بنسټ له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ویستلو لړۍ ته دوام ورکړي څو په هیواد کې روانه جګړه پای ته ورسیږي.
نوموړي زیاته کړې د جکړې د پای ته رسولو لپاره باید اغیزمن ګامونه واخیستل شي نه داچې د سولې روانه پروسه په بېلا بېلو پلمو له ځنډ او خنډ سره مخ شي.
باید وویل شي چې د طالبانو او امریکا تر منځ په دوحه کې د شوي تړون له مخې امریکا اړ ده چې خپل ځواکونه د روان کال تر می میاشتې له افغانستان څخه وباسي.