کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۰ مرغومی، ۱۳۹۹ل)
اروپایي ټولنې یو ځل بیا قطر کې له روانو بین الافغاني مذاکراتو هر اړخیز ملاتړ اعلان، او تر څنګ یې د اوربند پر ټینګښت ټینګار کړی دی.
د اروپایي ټولنې د نړیوالې همکارۍ کمیشنرې «جوتا اوپیلاینن» دا څرګندونې نن د کابل حکومت د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سره په ټلیفوني تماس کې کړي دي.
د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ټلیفوني مکالمه کې د سولې پروسې پر روان بهیر، په دې برخه کې پر وروستیو پرمختګونو او نورو اړوندو موضوعاتو بحث شوی دی.
جوتا همدا راز د اروپایي ټولنې په نمایندګۍ له افغان سولې پروسې بشپړ ملاتړ اعلان، او د جګړې له ښکېلو غاړو یې وغوښتل چې د تلپاتې سولې ټینګېدو لپاره اوربند حتمي دی.
دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو دویم پړاو پیل شوی، طالبان د پرمختګونو؛ خو سیاسي احزاب له روانو خبرو ناهیلي ښکاري. د کابل مذاکراتي ټیم یو غړي رسنیو ته ویلي، چې طالبان له امریکا د خپلو بندیانو خلاصون غوښتنه کوي، چې له امله یې خبرې ټکنۍ شوي دي.