کابل ټکی کام (سه شنبه، ۳۰ مرغومی، ۱۳۹۹ل)
طالبانو د حکومت مشر ډاکټر غني د پخواني مرستیال او د ګلم جم ملېشو د مشر جنرال دوستم وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې د وحشي او ظالمو ملېشو له منځه وړل د ملت اړتيا ده.
د طالبانو ویاند “ذبیح الله مجاهد” پر خپله ټویټرپاڼه د جنرال دوستم هغه ویډیو کلیپ ته په ځواب کې لیکلي چې خپلو وسلوالو ته یې د “لیوانو” په شان د خلکو په کورونو د برید او د هغو د وژلو امرکړی.
مجاهد زياته کړې: «مونږ له داسې یو ناځوانه او وحشي دښمن سره مخ شو چې وايي: د لیوانو په شان د خلکو کورونو ته ننوزئ، دیوالونه یې ورته سوري کړئ او همداسې ووهئ او په مرمۍ یې وولئ».
د مجاهد په خبره د داسې وحشي لیوانو او ګلمجم ملیشو له منځه وړل او مظلوم ملت یې له شره ژغورل زمونږ د ولس اساسي اړتیا ده.
باید وویل شي چې د ډاکټر غني پخواني مرستیال او د ګلمجم ملېشو مشر جنرال دوستم وړمه شپه د فاریاب ولایت “قرمقول” ولسوالۍ ته د خپلو سلګونو وسلوالو سره یوځای د طالبانو د ځپلو په هدف تللی ؤ، خو سیمه ییزو خلکو رسنیو ته ویلي، چې ګلمجم ملېشو د خلکو کورونه لوټلي او یو شمېر ملکیان یې بندیان کړي او ځورولي دي.