کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۱ سلواغه، ۱۳۹۹ل)
د امریکا تلونکي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د مخه ښې په پیغام کې ويلي، چې د واک پر مهال یې داسې کارونه وکړل، چې بل حکومت نه دي کړي.
د سپینې ماڼۍ د رسمي یوټیوب له لارې د یوې لنډې ویډیو په خپرولو سره ټرمپ زیاته کړې: ویاړي چې د حکومت په دوره کې یې کومه نوې جګړه پیل نه شوه او د هغه څه په ترسره کولو وتوانیدم چې ورته ټاکل شوی وم.
ټرمپ د خپلو خبرو پردوام ویلي، چې اوس مهال د امریکا لپاره تر ټولو ستر خطر د یو والي او “ملي غرور” له مینځه تلل دي، چې کلونه به یې بېرته په جوړولو ولګیږي.
ولسمشر ټرمپ زیاتوي: ما ډیر مهم کارونه وکړل، د امریکایانو ستر دوښمن ایراني جنرال قاسم سلیماني مې وواژه، د داعش مشر ابوبکر بغدادي مې وواژه او په بهرنیو هېوادونو کې مې د امریکا لخوا پیل کړې اوږدې جګړې پای ته ورسولې او خپل زرګونه عسکر مې کورته را ستانه کړل.
ولسمشر ټرمپ که څه هم په رسمي ډول د خپل سیال جوبایډن بریا نه ده منلې؛ خو په خپلو خبرو کې یې وویل:” د امریکا د لوړو مصلحتونو په پار سپینه ماڼۍ پریږدم او نن به نوی حکومت خپله دنده پیل کړي”.