فضل ولي ناګار
دېوال یې د پولادو نړوم تاله درځم
د خپلو وینو تېل لمبه کوم تاله درځم
چې کړی یې یقین و پخپل ځواک د خدایي
د سرې بوډۍ خیالونه ماتوم تاله درځم
هرڅوکه پاني پت دې د عظمت لولي ثنا
خو زه په ستر میوند دې قسم خورم تاله درځم
اکبر شي، یا جمال نا ارام روح د بوت شکن
دا لال د بدخشان بیا ځلوم تاله درځم
تاریخ مې هر تیندک کړ راته نوی شان تکل
بل باب د انقلاب را اړوم تاله درځم
محکوم د شرق و غرب مې هر تکبیر کړ بدرګه
نړۍ ځان پسې لیکه دروم تاله درځم
رانغاړي هره چیغه مې فریاد د بخارا
اقصی پخپل پیغام کې ځایوم تاله درځم
هر “اېزم” ورو ورو ځای پرېږدي نظام ته د قران
شپېلۍ د جهاني پاڅون پوکم تاله درځم
دوهۍ د قربانۍ کړ فن د فکر سپېلنی
په شناختو یې ناګاره بيلوم تاله درځم