کابل ټکی کام (پنج شنبه، ۲سلواغه، ۱۳۹۹ل)
د بلوچستان ایالت په سیوۍ نومې سیمه کې د ماین چاودنې له امله ۹ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د سیوۍ ولسوالۍ امنیتي مسؤولین وایي، چاودنه پرون چهارشنبه د همدې ولسوالۍ په “سانګان” سیمه کې رامنځته شوې ده.
د چارواکو په وینا، د ملیشه ځواکونو د یوه بل ماین لپاره سیمه کې ګرزبندیز پلی کاوه چې ماین پرې چاودنه وکړه.
په چاودنه کې لومړی نهه ملېشه عسکر ټپیان شوي وو، چې په هغوی کې د څلورو حالت نازک وو او وروسته یې ساه ورکړه او پینځه ټپیان یې په چورلکه کې کويټې روغتون ته انتقال کړي دي.
تر اوسه د دې چاودنې مسؤولیت چا نه دی منلی.
خو په سیمه کې د بلوچ لیبریشن په نوم یوه وسله واله ډله فعالیت کوي چې وخت ناوخت په سیمه کې په ملیشه ځواکونو او پوځیانو بریدونه کوي.