کابل ټکی کام (پنج شنبه، ۲سلواغه، ۱۳۹۹ل)
طالبان وایي، په تېر ۲۰۲۰ میلادي کال کې ورته د کابل ادارې ۱۳۰۴۰ نظامي او ملکي منسوبین تسلیم شوي چې له ځانو سره یې سلګونه میله وسلې او وسایط هم وروړي دي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله رسمي ټویټرپاڼه د یادو تسلیم شویو منسوبینو بشپړ شهرت خپور کړی دی.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې، تسلیم شوو کسانو له خپلو ځانونو سره ۵۸۹ میله وسلې،۴۷شوبلې،۳۳رینجر،۱۴موټرسایکلان،۹ د شپې دوربینان او ۱ مخابره هم طالبانو ته سپارلي دي.
په دې اړه د طالبانو په خپره کړې اعلامیه کې راغلي چې یادو ټولو منسوبینو کابل ادارې سره پر کار کولو پښېمانتیا ښودلې او طالبانو سره یې د همکارۍ ژمنه کړې.
د طالبانو د دعوت او ارشاد مسؤولینو تسلیم شویو کسانو ته هرکلی ویلی، ځینو کسانو ته یې انعامونه ورکړي او په مجموع کې یې د کابل ادارې څخه راجلا شوو ټولو کسانو ته د سر او مال د ساتنې ډاډ ورکړی دی.
دغه راز خبرپاڼه کې د کابل حکومت او بهرنیانو سره پر کارمندانو غږ شوی چې نور د “یرغلګرو او کابل رژیم سره کار پریږدي” او طالبانو سره یوځای شي.