نجیب اللّٰه عادل
په لانديني انځور کې دغه فرانسوی شخص (آرمینډ جیسیکو) Armind:Jesico نومیږي، دغه کس په یوه ترافیکي پیښه کې سخت ټپي شو، په دغه پیښه کې د (آرمینډ جیسیکو) دماغ ته ضربه ورسیده او په دماغ کې یې د خوب کولو نظام متاثره شو ، یعنې د خوب کولو له نعمت څخه محرومه شو (27) کاله دغه کس د یوې ثانیې لپاره هم ویده نشو یعنې هر وخت به ویښ ویښ ګرزیده.
جالبه دا چې په دغه 27 کاله بې خوبۍ کې نوموړي د دنیا عادي ژوند هم کاوو، د وکالت چارې یې هم ترسره کولې ځکه چې آرمینډ جیسیکو یو نامتو وکیل هم وو، بالآخره 27 کاله وروسته دغه کس له طبعي مرګ وروسته د همیش لپاره د مرګ په خوب ویدو شو.
سبق: خوب کول هم د اللّٰه جل جلاله ستر نعمت ده، د الله په نعمتونو هر وخت شکر ادا کوي.
وَإِن تَعُدُّوا نِعْمَت اللَّهِ لَا تُحْصُوهَاo