کابل ټکی کام (پنج شنبه، ۲سلواغه، ۱۳۹۹ل)
پاکستان د “شاهین ۳” په نوم د اټمي سرګلولې لېږدونکي بالستیک توغندي د بریالۍ ازموینې خبر ورکړ.
د پاکستان پوځ وایي، ړوی ازمایلی توغندی یې شاهین-۳ نومېږي چې له ځمکې ځمکې ته ۲،۷۵۰ کیلو متره واټن وهلی شي.
د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتره په خپره کړې اعلامیه کې د دې هېواد د لوی درستیز جنرال ندیم رضا له قوله ویل شوي، چې د پاکستان ستراتېژیک هدف دا دی څو پر خپل حاکمیت د هر ډول تېري مخنیوی وکړي.
پاکستان د شاهین-۳ توغندی د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۵ کال کې ازمایلی و.
پاکستان او سیالیې هند وسله تونونه او بېلابېل ډول توغندي لري چې ډېر کله د توغندیو په ازمایلو کې هم له یوبل سره مقابله کوي او یو د بل پرضد د میزایلو د ازمېښت خبرونه ورکوي.