کابل ټکی کام (پنج شنبه، ۲سلواغه، ۱۳۹۹ل)
د البانیا د دفاع وزارت په افغانستان کې د خپل یوه پوځي د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د البانیا د دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې چې پرون چهارشنبه یې خپره کړې وایي، د دوی پوځي په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت په چوکاټ کې د دندې پر مهال وژل شوی دی.
د یاد وزارت خبرپاڼې یوازې همدومره ویلي چې دا پېښه د سې شنبې په ماښام ترسره شوې، خو د ځای او څرنګوالي په اړهیې نور جزئیات نهدي ورکړي.
البانیا په ۲۰۰۹م کال کې د ناټو غړیتوب ترلاسه کړی چې له همغې راهیسې یې د دفاع وزارت په وینا دا دوهم پوځي دی چې افغانستان کې وژل کېږي.
البانیا دا مهال په افغانستان کې ۹۹ پوځيان لري چې د کابل او هرات په پوځي اډو کې ځای پرځای شوي او د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې د افغان ځواکونو د روزنې او هغوی ته د مشورو ورکولو دنده مخته وړي.