کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲ سلواغه، ۱۳۹۹ل)
د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر “جوبایډن” په خپله لومړۍ کاري ورځ د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځينې اقدامات لغوه کړي.
بایډن امریکا ته د ځینو مسلمانو هېوادونو د وګړو پر ورتګ د ټرمپ لخوا لګیدلی بندیز لرې کړی دی.
همداراز یې د کډوالو په اړه د ټرمپ تګلاره، له مکسیکو سره د دیوال جوړولو طرحه لغوه کړې، د روغتیا نړیوال سازمان او اقلیم ساتنې له نړیوال پروګرام سره یې امریکا بېرته یوځای کړې.
باید وویل شي چې د امریکا نوي ټاکل شوي ولسمشر جوبایډن د ټاکنیزو منډو ترړو پر مهال ژمنه کړې وه چې د ټرمپ ټول هغه فرمانونه به لغوه کړي چې امریکا یې په نړیواله کچه له انزیوا سره مخ کړې ده.