کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲ سلواغه، ۱۳۹۹ل)
د عراق د دولتي تلویزیون د خبر له مخې د پلازمېنې بغداد د باب الشرقي په ” طیران” څلور لارې کې غبرګو چاودنو ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.
د عراق یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط د ترکیې غږ عربي څانګې سره په خبرو کې ویلي، چې د لومړنیو معلوماتو پراساس بریدونه د دوه سرتیرو بریدګرو لخوا ترسره شوي چې په پایله کې ۲۱ تنه وژل شوي او ۷۳ نور ټپیان دي.
د عراق د ملي امنیت شورا ویاند برید جنرال” حمز الازوازي ” دولتي تلویزیون سره په خبرو کې منلې چې د پلازمینې بغداد یادې سیمې ته یې د سرتیرو بریدګرو د ورننوتو خبر ترلاسه کړی و خو په له مینځه وړلو کې يې پاتې راغلي.
که څه هم په پلازمینه بغداد کې د امریکا پر سفارت، پوځي اډو او حکومتي ودانیو وخت ناوخت توغندویي بریدونه ترسره کیږي خو له ډیر وخت وروسته دا لومړی ځل دی چې په بغداد کې دغه ډول چاودنې کیږي.