کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۲ سلواغه، ۱۳۹۹ل)
پولیټیکو نشریې خبر ورکړی چې د امريکا دفاع وزارت د جوبايډن ادارې ته د افغان جګړې په اړه له معلوماتو ورکولو ډډه کړې.
راپور زیاتوي چې پنټاګون د بایډن په مشرۍ د امریکا نوې ادارې ته د افغان جګړې او په افغانستان کې د مېشتو امریکایي ځواکونو د کره شمېرې په اړه هم معلومات نه دي ورکړي.
د یادې نشریې د راپور په اساس دا د هغو کسانو کار دی چې پخواني ولسمشر ټرمپ د خپلې واکمنۍ په وروستیو کې په دې هدف د دفاع وزارت په پوسټونو ټاکلي ترڅو تر ده وروسته د بایډن اداره وننګوي.
دا په داسې حال کې ده چې د بایډن په مشرۍ د امریکا د نوي حکومت د بهرنیو او دفاع چارو وزیرانو تېره ورځ کانګرس ته په خپلو خبرو کې د افغان جګړې په پای ته رسېدو ټینګار کړی و.