د ماسپښين په لمانځه کې نېږدې اته نهو کسانو ګډون وکړ. د مسجد امام قاري مسعود و. له لمانځه څخه له فراغت وروسته مو د درس کړۍ جوړه کړه او کېناستو. د ترکستان پر خاوره دا عام دود و، چې خلک به له لمانځه وروسته کېناستل؛ يو کس به څو قراني ايتونه ولوستل او په هغې پسې به امام د هغو ترجمه او تفسير کاوه. امام صيب ماته د تلاوت حکم وکړ. ناڅاپه مې پر ژبه د دهر سورت راغی. ما ټول سورت په خوږ غږ ولوست. د ناستو خلکو پر زړونو يو عجيب او ناشنا کيفيت خپور شو؛ ګډونوالو سخت وژړل او زما له سترګو اوښکې هم روانې شوې.
د درس کړۍ تر څه وخته وغځېده؛ بيا خلکو کورونو ته او امام صيب خپلې کوټې ته لاړ. ما خپلې سترګې پټې کړې او پر خپل ځای کېناستم؛ ناڅاپه مې هغه استخاره راياده شوه، چې د بخارا د مغاک په مسجد کې مې کړې وه او يو عجيب او ناشنا خوب و.
په خوب کې مې وليدل، چې د ترمذ ټيکټ مې ترلاسه کړ او په اورګاډي کې سپور شوم؛ اورګاډی په يو ړنګ او ويجاړ ځای کې ودرېږي، خلک وایي چې دا سيمه امام جعفر نومېږي؛ ځينې خلک له اورګاډي ښکته کېږي، زه له يو کسه پوښتم، چې زه هم دلته ښکته شم؛ هغه راته وايي، چې نه ستا تمځای ډېر لرې دی؛ ته به د شپې هلته ورسېږي. په دې وخت کې دوه ځوانان چې له څېرې د فرغانې ښکارېدل له اورګاډي ښکته کېږي او زه په هغوی پسې شاته روان شم، خو هغوی له ما ځانونه لرې لرې کوي؛ بيا په مزار پورې نښتي يو مسجد ته ننوځم. له څو شېبو وروسته د ماسپښين لمونځ کېږي او خلک کړۍ کيني؛ زه “هل اتی علی الانسان حين من الدهر لم يکن شياً مذکورا” (سورت دهر) تلاوت کوم. امام ژاړي؛ بيا زه د افغانستان پولو ته ورننوځم؛ ۱۲ یا ۱۳ کسه افغانان ما ونيسي او د هغوی په منځ کې زما په اړه اختلاف پیداکېږي، خو هغوی ټول له ما سره مشفقانه چلند غوره کوي؛ ډوډۍ او ډاډ راکوي او زه داسې احساسوم، چې ګوندې په زړه کې مې کوم فکر او آند ندی پاتې، نور نو راويښ شوم.
ددې خوب لومړنۍ برخه د حقيقت په جامه کې ماته وړاندې شوې وه او د رسول الله (ص) پر دې وينا مې ايمان پياوړی شوی و، چې “کله چې تا د يو کار د ترسره کولو اراده وکړه، نو لومړی استخاره وکړه”. ايماني جذبه او جوش مې په رګونو کې په منډه احساس کړل؛ بې اختياره مې په ترکي ژبه نارې کړې:
“ای الله! زه ستا د وجود پر شتون ايمان لرم، ستا علم هر ځای دی؛ ته ساتونکی یې، ته قادر یې، ته روزي ورکوونکی یې؛ اورېدونکی او لېدونکی ته يې، ژوند او مړينه ستا په لاس کې دي، کمونستان ناپوه، غافل او ظالمان دي، زه ستا پر قدرتمند ذات توکل کوم او يوازې له تا مرسته غواړم”.
زما له دې ستاينې قاري مسعود ډېر اغېزمن شو او له کوټې د باندې راووت او ويې وې:
هلکه مساپره! چېرته ځې؟
ما يې په ځواب کې ووې:
– کرخي ته.
– پر مټ لرې؟
– پر مټ څه شی دی؟
– پر مټ اجارتپاڼې ته وايي، چې د روسي پوځ له لوري ورکول کېږي.
– نو تاسې يې راته غم وخورئ.
– روپۍ لرې؟
ما له جېبه پېنځه روبله راوويستل او ور مې کړل. قاري مسعود ډېر خوښ شو؛ ويې پوښتل:
څه دې ځان ته پرېښودل؟
ما ځواب ور کړ:
د الله ورکړه ډېره زياته ده.
د قرشي په ښار کې مې يو څه رخت اخيستی و، چې هغه تيمير بيګ په ډېره ګټه خرڅ کړ او نغدې روپۍ يې د را روانېدو پر وخت راکړې وې. ددې نغدو روپيو نيمې مې قاري مسعود ته وړاندې کړې او کړل مې:
دا روپۍ په خپلو اړتياو ولګوئ؛ نه ويل کېږي، چې له ما ضايع نشي. قاري په يوه حيرانوونکې خوشحالۍ کې ډوب شو او ويې ويل:
هلکه لېونيه! ته روپيو ته ډېره اړتيا لرې. ددې سيمو اوسېدونکی نه د نمګانيانو په څېر رحم زړي دي او نه سخيان.
بيا يې وپوښتل:
ته اعظم خان نمګانی يې؟
ما ځواب ورکړ:
هو صيب.
بيا قاري ځان راپېژاند. ما وموسکل؛ ومې ويل:
ما تاسې په لومړي ځل لېدو وپېژندئ؛ ماته فرغاني ځوانانو ووې، چې تاسې په امام جعفر کې اوسئ.
قاري هم په ځواب کې وموسکل. بيا مې په ايرو کې پټ يادونه د سپرغيو او سکروټو په څېر تازه شول او ژبغړاند شول.
نور بیا…..
ــــــــــــــــــــــــــ
لیکوال: اعظم هاشمي
(دا په کابل ټکی کام کې د خپرېدونکي کتاب “د بخارا او سمرقند په وینو لړلی ژوند” د ژباړې اوه ویشتمه برخه ده، چې خپرېدل یې دوام لري).